په ډنمارک کې یو ځل بیا قرآن کریم او د تورکیې بیرغ ته سپکاوی شوی دی.

په ډنمارک کې د اسلام دښمنه او افراطي ملیت پالو د یوې ډلې غړي  په کوپنهاګن کې د تورکیې د سفارت مخې ته یو ځل بیا په قرانکریم  او تورکیې په بیرغ برید او سپکاوی وکړ.

1980949

نوموړي‌ اسلام دښمنه چې  د اسلام ضد شعارونه ورکول ، په قرانکریم  د تورکیې په بیرغ يي برید او سپکاوی وکړ.، هغه  دغه شېبې یې په ژوندۍ بڼه په خپل ټویټر اکاونټ شریکې کړې.

په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ په ډنمارک کې د تورکیې د  جمهوري ریاست او د پارلمان د ۲۸مې دورې د عمومي انتخاباتو په درشل کې د رایې اچونې بهیر پیل شو، د تورکیې رای ورکوونکي چې د رای ورکولو لپاره سفارت ته تللي وو، د دې پارونې په مقابل کې غبرګون وښود.

د ڼمارک پولیسو د هغه ترکانو پر مقابل کې چې د مځکې نه د تورکیې بیرغ راواچت کړی وو او برید کوونکي‌ ته خبرداری ورکړ سخته مداخله وکړه.

ډنمارکي‌ پولیسو قرانکریم او تورکیې بیرغ ته سپکاوي‌ کوونکي‌ د امنیت په خاطر لا قوي‌ تدابیر ونیول.

له مظاهرې وروسته چې کوم تاوتریخوالی یې نه درلود، د ډنمارک چارواکو ته د تورکیې غبرګون، وړاندې شو.

د اسلام ضد او ستر ملتپاله پییریوټرن ګار لایو ډلې د مارچ په ۲۴ او ۳۱ او د  اپریل په ۱۴ د  ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن  کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم او د تورکیې بیرغ ته اور واچاوه.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه په کلکو ټکو وغندل او ویې ویل، "زموږ له ټولو خبرداریو سره سره، د بیان د ازادۍ تر چتر لاندې دغو ناوړه بریدونو ته اجازه ورکول د منلو وړ نه دي."

د ډنمارک د ښي اړخو سخت دریځو ګوند (سټرام کرس) مشر راسموس پالودان د جنورۍ په ۲۷ مه په کوپنهاګن کې د تورکیې د سفارت مخې ته او په کوپنهاګن کې یو جومات ته نږدې قرآن کریم سوځولی وو.

اړوند خبرونه