د جنوبي کوریا ولسمشر شمالي کوریا ته سخت خبرداری ورکړ
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول خبرداری ورکړی چې د شمالي کوریا لخوا د اټومي وسلو د کارولو په صورت کې به ډیر سخت ځواب به ورکړي.
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول خبرداری ورکړی چې د شمالي کوریا لخوا د اټومي وسلو د کارولو په صورت کې به ډیر سخت ځواب به ورکړي.
د جنوبي کوریا مشر یون په پنټاګون کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره د کتنې پر مهال وویل چې هغه او د امریکا ولسمشر جوبایډن موافقه وکړه چې له جنوبي کوریا سره د امریکا د پراخې دفاعي تعهد په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.
یون په دې باندې په ټینګار سره چې که شمالي کوریا له اټمي وسلو څخه کار واخلي، د جنوبي کوریا او امریکا د متحدینو او د جنوبي کوریا د وسله والو ځواکونو له خوا به د امریکا د اټمي ظرفیت په شمول به ډیر سخت ځواب ورکړي. یون وویل: زه د دوه اړخیزې سولې او کوریا ټاپو د امن لپاره په متقابله توګه د اټومي وسلو د لمنځه وړو غوښتنه کوم .
یون په امریکا باندې خپل باور ته په اشارې سره وویل: "زه په دفاعي برخو امریکا پر ژمنو باور لرم."
یون د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د ازموینو او نورو پاروونکو اقداماتو په یادولو سره وویل چې د پیونګ یانګ رژیم به په راتلونکي کې د امریکا او سویلي کوریا د فشارونو او د اتحاد د نسکورولو لپاره د مختلفو پارونکو اقداماتو هڅه وکړي.
یون ټینګار وکړ چې د سویلي کوریا حکومت به د شمالي کوریا ګواښونو ته د سیول-واشینګټن دفاعي دریځ پر بنسټ ځواب ورکړي ، سویلي کوریا او امریکا به خپل ګډ دفاعي تمرینات نور هم پیاوړي کړي،جاپان ،امریکا او سویلي کوریا ترمنځ امنیتي همکارۍ ته به وده ورکړي.
د امریکا د دفاع وزیر آسټین یون ته ډاډ ورکړ چې د امریکا دفاعي پراخې ژمنې د دودیزو، اټومي او توغندیو دفاعي وړتیاو په ګډون د امریکا ټولې وړتیاوې پوښي.
یون د پنټاګون د ملي پوځي قوماندې مرکز څخه لیدنه وکړه
د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یون، چې امریکا ته یې رسمي سفر کړی، وروسته د پنټاګون د ملي پوځ د قوماندانۍ له مرکز لیدنه وکړه، چې هلته ورته د امریکا د ستراتیژیکو څارنې او بحران په مهال د مداخلې په اړه معلومات ورکړل.