ناروې  د روسیې سفارت  ۱۵ تنه  ډیپلوماتانو د جاسوسۍ په تور د شړولو  پریکړه وکړه.

ناروې د روسیې پر مقابل کې یو بل مهم ګام اوچت کړ

1974844
ناروې  د روسیې سفارت  ۱۵ تنه  ډیپلوماتانو د جاسوسۍ په تور د شړولو  پریکړه وکړه.

ناروې  د روسیې سفارت  ۱۵ تنه  ډیپلوماتانو د جاسوسۍ په تور د شړولو  پریکړه وکړه.

د ناورې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویتفیلډ په یوه بیان کې وویل چې دا پریکړه "په ناروې کې د روسیې د استخباراتي فعالیتونو د نفوذ د کمولو او مبارزې  او د هیواد د ملي‌ ګټو د خوندي‌ کولو په لاره کې یو خورا مهم ګام  دی.

هویتفیلډ په دې ټینګار سره چې ۱۵ تنه  روسي ډیپلوماتان چې " نامطلوب اشخاص" اعلان شوي باید ژر تر ژره له هیواد څخه ووځي.

"موږ به هغه استخباراتي افسرانو ته چې د ویزې غوښتنه کوي د  ناروې ویزه ورنکړو."

هویتفیلډ په دې اړه جزئیاتو ورکولو  نه چې ایا حکومت دا پریکړه د یوې ځانګړې پیښې پراساس کړې  ډډه وکړه ، او ویې ویل چې د هیواد داخلي استخبارات به  پدې اړه لازم معلومات د ټولو سره شریک کړي.

هویتفیلډ وویل چې د اخراج شويو ډیپلوماتانو فعالیتونو د دوی د ډیپلوماتیک دریځ سره مطابقت او سمون نه درلود.  هغې وویل چې ،

"موږ د عادي ډیپلوماتانو په اړه خبرې نه کوو، د استخباراتي افسرانو په اړه خبرې کوو چې د ډیپلوماتیکو فعالیتونو په پلمه يي استخباراتي فعالیتونه کول."

له بلې خوا، په ناروې کې د روسیې سفارت دا پریکړه یو "ډیر دښمنانه ګام" وباله او اعلان یې وکړ چې روسیه به خامخا بالمثل ګام اوچت کړي.

وزیرې هویتفیلډ د بالمثل اقداماتو د ترسره کیدو اړوند  څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

هغې وویل چې "روسیه د ځواب ویلو لپاره هیڅ دلیل نه لري. موږ په روسیه کې د ناروې ډیپلوماتان لرو، خو هیڅ یو یې د استخباراتو افسران نه دي."

هویتفیلډ وویل چې هیواد یې غواړي له روسیې سره عادي ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

"موږ هغه کسان نه غواړو چې د ډیپلوماتانو ادعا کوي، مګر په حقیقت کې د استخباراتو افسران دي."

ناروې تېر کال درې روسي ډیپلوماټان د استخباراتي مامورینو په تور له هېواده شړلي‌ وو.



اړوند خبرونه