ټرمپ‌ د چین د ولسمشر نه د ډیر هوښیار او د امریکا د لوی درستیز میلي‌ نه د احمق په توګه یادونه وکړه

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د ولسمشر شي جین پینګ لپاره د هوښیار کلمه کارولې او د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي نه د  "احمق" په توګه یادونه کړې.

1974459
ټرمپ‌ د چین د ولسمشر نه د ډیر هوښیار او د امریکا د لوی درستیز میلي‌ نه د احمق په توګه یادونه وکړه

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د ولسمشر شي جین پینګ لپاره د هوښیار کلمه کارولې او د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي نه د  "احمق" په توګه یادونه کړې.

د ټرمپ د فاکس نیوز سره په مرکه کې په زړه پورې څرګندونې وکړې.

ټرمپ د دې په بیانولو سره چې د اوسني ولسمشر جوبایډن ادارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پروسه ډیره خرابه مدیریت کړه او وروسته  ددې ‍ دې کار پړه پر موږ واچوله. هغه وویل چې  « دې مسئلې  زما سره هیڅ تړاو نه درلود، هو  زه هم له افغانستان نه وتلم خو  په غښتلي او باعزته  توګه ."

ټرمپ وویل که چیرې د افغاستان د امریکايي ځواکونو د وتو پر مهال هغه ولسمشر وای، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د تخلیې پروسه به يي لا په ګړندي‌ او چټکه توګه ترسره کړې وې او پوځي‌ تجهیزات او امریکايي وګړي‌ به يي‌ ټول د افغانستان نه ویستي‌ وای.

هغه زیاته کړه، د بیلګې په توګه ، په افغانستان کې زموږ داسو الوتکو شتون درلود چې ۱۰۰ میلیونه ډالره قیمت يي درلود. ددې الوتکو د تخلیې په خاطر یوازینی شی تیل وو. دوې کولی شو چې د جیټ الوتکو تیل نه په استفادې سره دا الوتکې پاکستان ، بل هیواد او یا هم امریکا ته راانتقال کړي. زه له دوې څخه پوښتنه کوم ، ایا په افغانستان کې د الوتکو پریښود مصرف او لګښت د الوتنو د انتقال نه ډیر زیات وو؟ موږ ددې ډول احمقانو سره سر او کار درلود.

امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پریښودل. امریکايي وګړي‌ يي پریښودل. لومړی يي پوځیان تخلیه کړل. حال دادی چې لومړی باید خپل وګړي‌ او پوځي‌ تجهیزات تخلیه کړي‌ وای وروسته بیا پوځیان.

ټرمپ د چین سره د اړیکو  او د چین د ولسمشر شي په اړه په څرګندونو کې وویل ،

"شي ډیر هوښیار دی. په ټول هالیوډ کې لاړ شئ او تاسو به هیڅوک ونه مومئ چې د ولسمشر شي رول ولوبوي. د هغه په ​​څیر هیڅوک نشته."

ټرمپ د دې خبرې په ټینګار وویل چې  چې هغه له شي  سره ښې اړیکې لري ، د چین له مشر سره هرڅه خورا جدي دي او د لوبو او ساتیرۍ لپاره ځای نشته.



اړوند خبرونه