د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمیګال له امریکا څخه د F-15 او F-16 جنګي غوښتنه وکړه.

اوکراین د امریکا نه د جنګي‌ الوتکو غوښتنه کوي

1974358
د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمیګال له امریکا څخه د F-15 او F-16 جنګي غوښتنه وکړه.

 د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمیګال له امریکا څخه د F-15 او F-16 جنګي غوښتنه وکړه.

شمیګال په واشنګټن کې د خپلو رسمي تماسونو په چوکاټ کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره لیدنه وکړه.

آسټین په پنټاګون کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوکراین لومړي وزیر شمیګال ته ښه راغلاست ووایه.  د اوکراین لومړي‌ وزیر او د امریکا دفاع وزیر  له غونډې مخکې رسنیو  ته وینا وکړه.

د امریکا د دفاع وزیر آستین وویل چې د اوکراینیانو زړورتیا او وطنپالۍ په امریکایانو ډیره زیاته اغیزه کړې . هغه زیاته کړه چې  امریکا به د اوکراین  نه ملاتړ ته دوام ورکړي که څه هم د روسیې او اوکراین جګړه هر  څومره اوږده شي.

آسټن په کیف، خرکوف او خرسون کې د اوکراین بریاوو ته په اشارې سره وویل:

"د ولسمشر (جو) بایډن په مشرۍ، امریکا په هر ګام کې د اوکراین د ازادۍ د مبارزې ملاتړ کړی دی."

له بلې خوا لومړي وزیر شمیګال وویل، چې دوی زیات پوځي ملاتړ ته اړتیا لري او باید د هوايي دفاع زیات سیستمونه ورکړل شي، څو له لږو تلفاتو سره چټکه بریا ترلاسه شي.

 

شمیګل اوکراین ته د ابرامز ټانکونو او همدارنګه د بریډلي او سټرایکر پیاده جنګي وسایطو رسولو لپاره د آسټین څخه مننه وکړه.

"په عصري جګړه کې د هوا برتري خورا مهمه ده. له همدې امله، اوکراین هڅه کوي چې د جنګي الوتکو یو نوی ایتلاف جوړ کړي. او موږ امریکا ته بلنه ورکوو چې په دې کې ترټولو مهم ګډونوال وي.  موږ د امریکا نه د  F-15  او  F-16  جنګي‌ الوتکو غوښتنه کوو.



اړوند خبرونه