په امریکا کې په یو بانک وسله وال برید شوی دی

د امریکا په کنټکي ایالت کې پر یوه بانک د وسله والو په برید  په نتیجه کې لږ تر لږه پنځو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1972692
په امریکا کې په یو بانک وسله وال برید شوی دی

د امریکا په کنټکي ایالت کې پر یوه بانک د وسله والو په برید  په نتیجه کې لږ تر لږه پنځو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د امریکا د کنټکي ایالت په لوئیسویل ښار کې یوه وسله وال په اولډ نشنل په نامه  بانک برید کړی دی. په دغه برید کې چې بریدګر تر شلو زیاتو ډزې کړي‌ چې په نتیجه  کې  ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د لوئس ویل میټرو پولیسو لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې برید کوونکی هم له منځه وړل شوی دی.

د ویلو ده چې برید کوونکو د همدې بانک کارکوونکی وو.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکی کورنر سترجن نومیده او ۲۳ کاله عمر يي درلود.همداشان برید کوونکي‌ دا برید په ژوندۍ پڼه په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې د برید کوونکي‌ په ګډون پنځه تنه وژل شوي‌ او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه یو هم  یو تن پولیس دی چې په سر ویشتل شوی دی او روغتیايي حالت يي باریکه دی.

ویل کیږي‌ برید کوونکي‌ ته له دندې نه د ویستو په اړه خبر ورکړ شوی وو.



اړوند خبرونه