امریکا به له اوکراین سره ۲.۶ میلیارده ډالره نوې پوځي مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د نوې پوځي مرستې په اړه څرګندونې وکړې.

1970253

د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اوکراین د امنیتي  نوښت  د پروګرام  په چوکاټ کې به له اوکراین سره ۲ میلیارده ۱۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته وشي او ددې ترڅنګ به د امریکا د پوځ له موجوداتو څخه د وسلو او تجهیزاتو د ویستو په اړه د امریکا د ولسمشر د صلاحیت په چوکاټ کې به هم د ۵۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته اوکراین ته ورکړل شي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون له رسنیو سره د مرستو جزیات شریک کړل.

د دې مرستې کڅوړې سره، امریکا به د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ د اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې اوکراین ته ۳۵ عشاریه ۱  میلیارد ډالر نظامي مرستې ورکړي.

اړوند خبرونه