په امریکا کې د زورورو توپانونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

د امريکا په منځني لويديځ او جنوبي ايالتونو کې د توپانونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1968771
په امریکا کې د زورورو توپانونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

د امريکا په منځني لويديځ او جنوبي ايالتونو کې د توپانونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د امریکا د  هوا پېژندنې ملي ادارې  ویلي‌ دي‌ چې  له تیرې شپې څخه تر پرون سهار پورې په ۸ ایالتونو په ځانګړي توګه آرکنساس ، مسیسیپي ، آیووا ، ټینیسي ، الینوس او ویسکونسن کې په پراخه ساحه کې له ۵۷ څخه ډیر توپانونه ثبت شوي‌ دي.

د نوموړو  توپانونو  له امله په ټولیزه توګه ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی . په  ټینیسي کې ۹ تنو، په ارکنساس کې ۵ تنو، په انډیانا کې ۳ تنو، په ایلینوس کې ۴ تنو، په میمفس کې ۳ تنو چې دوه تنه یې ماشومان دي او په مسیسپي او الاباما کې یو یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې ددې توپانونو په نتیجه کې د پنسلوانیا او ویرجینیا په ګډون په یو زیات شمیر سیمو کې د څه باندې ۱۵۰ زرو کورنو او کارځایونو برښنا پرې شوې ده.

د چارواکیو په وینا ددې توپانونو په نتیجه کې د رامنځته شوو زیانونو د تثبیت چارې پيل شوي‌ دي.


پيوندونه: #توپانونه , #امریکا

اړوند خبرونه