بلینکن : په تورکیې د نوو اف ۱۶ الوتکو پلورل د ناټو سازمان د امنیت پلوه ځانګړی اهمیت لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې  د تورکیې د موجوده اف ۱۶ الوتکو مدرنیزه او عصري کول او پدې هیواد د نوو اف ۱۶ جنګي الوتکو پلورل  د ناټو سازمان لپاره خورا مهم دي.

1964395

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکن چې د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې وینا کوله د یو تن وکیل د دې پوښتنې په ځواب کې چې  په تورکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورولو په مسئله کې ایا د بایدن حکومت څومره مطمین دی چې تورکیه به ددې الوتکو نه د امریکا د متحدینو او شریکانو پر خلاف کار نه اخلي؟ پدې مسئله کې څه ډول ګامونه اوچت شوي دي؟ وویل "موږ باور لرو چې تورکیه باید د اف ۱۶  پرمختللې الوتکې او د موجوده اف ۱۶  لپاره د عصري کولو بسته ترلاسه کړي. ځکه چې مسئله هم د ناټو او هم د ناټو د متحدینو د امنیت پلوه ځانګړی اهمیت لري.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی د ناټو د متحدینو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره کار کوي او له داسې کړنو او څرګندونو ډډه کوي چې د کړکېچ لامل کېږي.

"له تورکیې، یونان یا د ناټو له کوم بل متحد سره زموږ د هڅو تمرکز دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې دوی هغه تجهیزات او ټیکنالوژي لري چې دوی ورته اړتیا لري په بشپړ ډول یو له بل سره مطابقت ولري. په عین حال کې، البته، که د دوی ترمنځ کومه شخړه وي، موږ ډاډه یو چې کوم تجهیزات یا ټیکنالوژي چې موږ یې چمتو کوو په دې شخړو کې نه کارول کیږي.

اړوند خبرونه