ستولتنبرګ : روسیه د نړۍوال امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی
سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ۲۰۲۲ کال کلني راپور په اړه څرګندونې وکړې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د روسیې نه نړیوال امنیت ته د ستر ګواښ په توګه یادونه وکړه.
سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ۲۰۲۲ کال کلني راپور په اړه څرګندونې وکړې.
د ناټو سرمنشي په اوکراین کې د جګړې په اړه وویل:«کله چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه روسي ټانکونه اوکراین ته داخل شول موږ چمتو وو . له بالتیک سمندرګي څخه تر تور سمندرګي پورې مو خپل ټول تدبیرونه عملي کړل. دلته مو خپل هوايي او سمندري موجودیت ډیر کړ او د جنګي دستګاه ګانو شمیر مو د څلورو نه ۸ ته لوړ کړ.
" د جګړې لپاره چمتو مهماتو باندې کار ته دوام ورکوو." سټولټنبرګ وویل، "موږ د تولید په زیاتولو کې د صنعت ملاتړ کوو. پدې ډول به اوکراین وکولای شي چې د روسیې په وړاندې له ځانه ښه دفاع وکړي، او دا زموږ د ځان د دفاع په برخه کې هم ډیر زیات اهمیت لري.
د ناټو عمومي منشي وویل، روسیه نړیوال امنیت ته لوی ګواښ دی.
هغه دېته په اشارې سره چې د ناټو متحدینو په ۲۰۲۲ کال کې خپل دفاعي لګښتونه ۲ عشاریه ۲ سلنه زیات کړي، سټولټنبرګ وویل، "زه تمه لرم چې د جولای په میاشت کې د ویلینیس په سرمشریزه کې د ناټو متحدین به د نظامي لګښتونو ډیر مهم اهداف ولري."
روسیې ته د چین د مشر شي جینپینګ د سفر په اړه، "په مسکو کې غونډه موږ ته یوه بیلګه ده چې روسیه او چین نږدې شوي دي." سټولټنبرګ وویل: "موږ وینو چې روسیه له چین څخه د نظامي مرستې غوښتنه کوي."