په بنګلادیش کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بنګلا دېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه ودانۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه  ۱۸ تنه وژل شوي او نږدې سل تنه ټپیان شوي  دي.

1956479
په بنګلادیش کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Bangladeş patlama

د بنګلا دېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه ودانۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه  ۱۸ تنه وژل شوي او نږدې سل تنه ټپیان شوي  دي.

د بنګلادیش  چارواکو خبر ورکړی، چې د ګلستان په سیمه کې په یوه ۷ پوړیزه ودانۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښې نه وروسته  اور وژنې ۱۱ بیړنۍ ډلې سیمې ته لیږل شوي . ویل کیږي  چې د ژغورنې او لټون  عملیات دوام لري.

ویل شوي، چې چاودنه د ودانۍ په لاندینې پوړ کې چې ګنشمیر دوکانونو پکې شتون درلود رامنځته شوې ده.

ټپیان د ډاکه میډیکل کالج روغتون ته وړل شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.


پيوندونه: #چاودنه , #بنګلادیش

اړوند خبرونه