پيسکوف : د اوکراين د مسئلې په هواري کې د سولې لپاره لازم شرايط نه دي جوړ شوي.

د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ  وياند ديميتري پيسکوف وویل ، چې د اوکراين د مسئلې په هواري کې د سولې لپاره لازم شرايط نه دي جوړ شوي.

1956174
پيسکوف : د اوکراين د مسئلې په هواري کې د سولې لپاره لازم شرايط نه دي جوړ شوي.

د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ  وياند ديميتري پيسکوف وویل ، چې د اوکراين د مسئلې په هواري کې د سولې لپاره لازم شرايط نه دي جوړ شوي.

پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د اوکراین وضعیت په اړه ارزونې وکړې.

پیسکوف د اوکراین د مسئلې د حل په اړه د چین لخوا روسیې ته د وړاندې شوي پلان په اړه د پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې دوی د خپلو چینایي همکارانو نظرونو ته اهمیت ورکوي.

پیسکوف وویل چې په اوکراین کې  ددوې"ځانګړي پوځي عملیات" دوام لري.

" تر اوسه پورې  د سوله ییزې لارې د انتقال لپاره لازم شرایط نه دي رامنځته شوي. له همدې امله روسیه هڅه کوي چې د ځانګړو پوځي عملیاتو د دوام له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي."

پیسکوف دې ته په اشارې سره چې د اوکراین د جګړې تر شا د امریکا لاس دی، وویل،

"واشنګټن نه غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. واشنګټن به د دې جګړې د دوام لپاره خپله ټوله هڅه وکړي."

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه له اوکراین سره د جګړې اعلان وکړ.



اړوند خبرونه