اولاف شولز ویلي چې دوی به له اوکراین سره اقتصادي او بشري مرستو او د وسلو مرستې ته دوام ورکړي.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز ویلي چې دوی به له اوکراین سره اقتصادي او بشري مرستو او د وسلو مرستې ته دوام ورکړي.

1955473
اولاف شولز ویلي چې دوی به له اوکراین سره اقتصادي او بشري مرستو او د وسلو مرستې ته دوام ورکړي.

 د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز ویلي چې دوی به له اوکراین سره اقتصادي او بشري مرستو او د وسلو مرستې ته دوام ورکړي.

شولز د رسنیو سره په مرکه کې، د روسیې او اوکراین جګړې ته اشاره وکړه چې د تیر کال د فبروري په ۲۴ پیل شوې ده.

هغه وویل چې چې روسیه په اوکراین کې هغسې بریالۍ نه وه لکه څنګه چې یې تمه درلوده، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراینیانو د پیاوړتیا او د دوی د ملګرو د یووالي په اړه چې د دوی ملاتړ کوي غلطه محاسبه کړې وه.

شولز وویل چې دا ستونزمنه ده چې اټکل وکړو چې په اوکراین کې به څه پیښ شي، خو یوه خبره روښانه ده چې موږ به له اوکراین سره اقتصادي، بشري مرستو او د وسلو مرستو ته دوام ورکړو.

شولز وویل چې له اوکراینیانو پرته به هیڅ ډول پریکړه ونشي "پوتین باید پوه شي چې هغه په ​​خپل یرغل او امپریالیستي یرغل سره نشي بریالی کیدای او باید خپل سرتیري وباسي. دا د خبرو اترو اساس دی."

شولز همدا راز د امنیت په برخه کې په دایمي توګه د وسلو، پوځي مهماتو او تجهیزاتو د تولید پر دوام ټینګار وکړ.

شولز له چین سره د جرمني او اروپايي ټولنې اړیکو ته په اشارې سره وویل چې دوی چین ته خبرداری ورکړی چې روسیې ته وسلې ور نه کړي او دی خوشبین دی چې داسې به ونه شي.



اړوند خبرونه