په قزاقستان کې په عامه ځایونو کې د ښکنځل کولو او سپکاوي سزاګانې زیاتې شوې.
په قزاقستان کې د اداري سرغړونو نوی قانون له نن نه په اعتبار سره نافذ شو.
په قزاقستان کې په عامه ځایونو کې د ښکنځل کولو او سپکاوي سزاګانې زیاتې شوې.
په قزاقستان کې د اداري سرغړونو نوی قانون له نن نه په اعتبار سره نافذ شو. د هغو کسانو لپاره چې په عامه ځایونو کې ښکنځل یا سپکاوی کوي جزاګانې نورې هم زیاتې شوې.
له دې وروسته هغه کسان چې په عامه ځایونو ،عامه ودانیو او استوګنځایونو کې ښکنځل کوي، سپکاوی او ځورونه کوي، او همدارنګه عامه ترانسپورتي وسایطو او عامه ملکیتونو ته زیان رسوي، د عامه ځایونو بې احترامي کوي، د خلکو ټولنیز نظم او امن ګډوډوي، سخته سزا به ورکړل شي.
هغه کسان چې مجرم ثابت شوي د ۶۹ زره ټنګه یا ۳۰۰۰ تورکي لیرو او تر ۱۵ ورځو پورې به په بند محکوم شي. د تکراري جرم په صورت کې، د بند سزا ۳۰ ورځو ته لوړه شي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم کومرت توکایف د جنورۍ په دریمه د اداري جرمونو او سرغړونو په قانون کې تعدیلات تصویب کړل.