په بنګله دیش کې د روهینګیايي مسلمانانو په کمپ‌ کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده

د بنګله دېش په کاکس بازار سیمه کې د روهینګیايي مسلمانانو د کډوالو په کمپ کې د اور لګېدنې له امله دوه زره خیمې سوځېدلې او ۱۲ زره کسان بې کوره شوي دي.

1955286

د کډوالو په کمپونو کې د امنیت مسوولینو ویلي چې د هېواد په جنوب کې د کاکس بازار په ۱۱م کمپ کې اور لګېدلی خو له نیکه مرغه چې  چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.

مسوولینو ویلي‌ دي چې پدې پیښه کې ۲۰۰۰ خیمې سوځیدلي دي او شاوخوا  ۱۲ زره خلک بې سرپناه شوي‌ دي. هغه زیاته کړه چې  د بې کوره شوو کسانو لپاره به   "د کډوالو لپاره د  ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د نړیوال خوراکي پروګرام په ګډون مرستندویه سازمانونه خوراکي او ورته مرستې چمتو کړي.

چارواکو دا هم ویلي چې د اور لګیدنې له امله اغیزمن شوي روهینګیايي مسلمانان به په بیلابیلو کمپونو کې ځای پرځای شي.

داسې ګمان کیږي چې اور لګیدنه د ګازو د سلنډر د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوي وي.

په بنګله دېش کې تر دې مخکې هم د کډوالو په کمپونو کې اور لګېدنې رامنځته شوې وې.

د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې د اور لګېدنه رامنځته شوې وه چې له امله تر ۱۰ زرو ډېرې خیمې سوځېدلې او ۱۵ کسان وژل شوي وو. د تېر کال په جنورۍ کې په اور لګېدنه کې یوازې استوګنځایونه زیانمن شوي وو

اړوند خبرونه