امریکا: تاسې اسناد شتون لري چې د کرونا ویروس د چین د ووهان د یو لابراتوار څخه لیک شوی وي
د امریکا په سنا مجلس کې هغه لایحه تصویب شوه چې له مخې یې د کوویډ-۱۹ د اصلیت په اړه د استخباراتي معلوماتو د افشا کولو غوښتنه شوې ده.
د امریکا په سنا مجلس کې هغه لایحه تصویب شوه چې له مخې یې د کوویډ-۱۹ د اصلیت په اړه د استخباراتي معلوماتو د افشا کولو غوښتنه شوې ده.
په سنا کې، د قانون هغه مسوده چې له مخې د امریکا د ملي استخباراتو رئیس باید کوویډ – ۱۹ ویروس د اصلیت په اړه استخباراتي معلومات خلکو سره د شریک کړي تصویب شوه.
دغه لایحه چې د جمهوري غوښتونکو سناتورانو جوش هولي او مایک براون له خوا وړاندې شوې وه، د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.
په لایحه کې، ویل شوي پدې خبرې د باور کولو لپاره چې د کوویډ ۱۹ ویروس ممکن د ووهان د ویرولوژي انسټیټیوټ څخه خپور شوی وي کافي لاملونه شتون لري. د امریکا د استخباراتو د مشر څخه غوښتنه شوې چې د کوویډ - ۱۹ د اصلیت په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.
بل دا چې د ووهان انسټیټیوټ د څیړونکو په اړه معلومات شریکولو غوښتنه شوې ده.
د ویلو ده چې د لایجه په ۲۰۲۱ کال کې په سنا کې منل شوې وه خو د استازو په جرګه کې په اجنډا کې ځای نه وو نیولی.
د دې لپاره چې دا مسوده په قانون بدله شي، لومړی باید د کانګرس د استازو جرګې، او بیا د ولسمشر جو بایډن لخوا تصویب شي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د امریکا د انرژۍ وزارت د محرم استخباراتي راپور له مخې چې پدې وروستیو کې سپینې ماڼۍ او د کانګرس کلیدي غړو ته وړاندې شوی فکر کوي، کوویډ - ۱۹ په احتمالي ډول په چین کې له لابراتوار څخه لیک شوی.
د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل چې په دې مسله کې د استخباراتو په ټولنه کې بیلابیل نظرونه شتون لري، خو د ډاډ لپاره کافي معلومات شتون نلري.
د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) رییس کریسټوفر وری وویل چې دوی په مقاله تمرکز کوي چې کوویډ - ۱۹ "شاید په ناڅاپي ډول په چین کې له لابراتوار څخه لیک شوی وي".