ستولتنبرګ: د اوکراین جګړه یوازې د اروپا ستونزه نده ، بلکې د ټولې نړۍ امنیت لپاره مهمه مسئله ده

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، چین پر اوکراین د روسیې د بریدونو پایلې له نږدې څاري او داسې سبق يي ترینه اخیستی دی چې ددې هیواد په راتلونکو پریکړو به ډیره زیاته اغیزه ولري.

1941011

ینس سټولټنبرګ د جاپان په پلازمینه توکیو کې له خپلو تماسونو وروسته په کییو پوهنتون کې وینا وکړه.

هغه وویل چې "جاپان یو مهم نړیوال لوبغاړی دی، په فعاله توګه د سولې ملاتړ کوي. ناټو سازمان هدف هم همدا خبره ده. "

سټولټنبرګ وویل چې نړیوال ننګونې مخ په زیاتیدو دي، له تروریزم څخه د اقلیم بدلون، سایبري ګواښونو او د اتومي وسلو خپریدو پورې.

"نړیوال نظم له ګواښ سره مخ دی. مسکو او بیجینګ د استبدادي اپوزیسیون په سر کې قرار لري."

ینس سټولټنبرګ وویل چې د شمالي کوریا د توغندیو ازمایښتونو نړیوال امنیت د ګوښ سره مخامخ کړی دی او په هند-بحرالکاهل کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه.

سټولټنبرګ وویل، «که روسیه د اوکراین پر ضد جګړه وګټي، مسکو او بیجینګ ته به دا پیغام وي چې دوی کولای شي هغه څه چې دوی یې غواړي په وحشیانه قوت سره تر لاسه کولای شي،» سټولټنبرګ وویل، «هغه څه چې نن په اروپا کې کېږي سبا په ختیځه اسیا کې هم کېدای شي.»

ینس سټولټنبرګ وویل چې جګړه یوازې د اروپا بحران نه دی، بلکې د نړۍ امنیت او ثبات ته یوه ننګونه ده.

"چین دا جګړه له نږدې څاري او درسونه ترینه اخلي چې ممکن د راتلونکي په اړه د هغوې پر پریکړو هم اغیزې وکړي.

اړوند خبرونه