تبون : د اسلام دښمنۍ د پدیدې پر خلاف د مبارزې لپاره باید متمدن فورمولونه پیدا کړو

د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون ویلي دي چې د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ او کرکې د پدیدې سره د مبارزې لپاره د متمدنو فورمولونو موندلو ته اړتیا ده.

1939448
تبون : د اسلام دښمنۍ د پدیدې پر خلاف د مبارزې لپاره باید متمدن فورمولونه پیدا کړو

د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون ویلي دي چې د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ او کرکې د پدیدې سره د مبارزې لپاره د متمدنو فورمولونو موندلو ته اړتیا ده.

د الجزایر د ولسی جرګې مشر ابراهیم بوغالی د اسلامی همکارۍ سازمان د پارلماني ټولنې  د ۱۷مې دورې غونډې ته چې د الجزایر په پلازمېنه، الجزایر کې جوړه شوې وه، د ولسمشر تبون پیغام ولوست.

تبون د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د کرکې او تبعیض د زیاتیدو په اړه په خپل پیغام کې لاندې څرګندونې کړي.

"مونږ باید د مسلمانانو پر خلاف د  دښمنیو او کرکې، سیستماتیک تبعیض، اسلام دښمنۍ پدیدې پر خلاف چې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په زیاتیدو ده  د لا ښې مبارزې لپاره د متمدن فورمولونو موندلو په خاطر دوه چنده کار وکړو."

د الجزایر ولسمشر په دې برخه کې، وړاندیز وکړ چې " د ډیجیټل ګړندیو بدلونونو په وړاندې چې اسلامي ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده  د فکري معافیت د پیاوړتیا لپاره د څیړنیز مرکز جوړ کړی شي".

تبون دې حقیقت ته په اشارې سره چې اسلام د زغم دین دی، ټینګار وکړ چې اسلام د منځني او اعتدال خاوند په توګه د لوړو نظریاتو دین دی.

تبون وویل چې الجزایر به  د ملګروملتونو په سازمان کې  د فلسطین د پوره غړیتوب لپاره چې دمګړۍ  څارونکی غړی دی له هغو هیوادونو سره چې په نړۍ کې د حقوقو او آزادیو تر څنګ ولاړ دي، په ګډه کار وکړي او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین دعوا د اسلامي امت دعوا په توګه د پاتې کیدو په خاطر به تل د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د چارو په مرکزیت قرار ولري. دا زمونږ د ټولو لپاره ډیره مهمه مسئله ده.

د ویلو ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د پارلماني ټولنې ۱۷ م کنفرانس تیرماښام د الجزایر په پلازمینه الجزایر کې  د تورکیې د ملي شورا د مشر مصطفی شینتوپ په ګډون د ډیرو اسلامي هیوادونو د پارلمانونو د مشرانو په ګډون پیل شو.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر ګڼو مسایلو په ځانګړې توګه د فلسطین پر مسئلې خبرې وشي.



اړوند خبرونه