د سویډن د لومړي وزیر لخوا د اعتراف په څیر څرګندونې

د تورکیې سخت غبرګون سویډن عقل سرته راوسته

1937616
د سویډن د لومړي وزیر لخوا د اعتراف په څیر څرګندونې

په داسې حال کې چې د تورکیې او سویډن ترمنځ په ناټو کې د غړیتوب په اړه خبرې روانې وې، د سویډن په پلازمینه  ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته د راسموس پالودان په نوم د یوه افراطي ډنمارکي سیاستوال لخوا پر قرانکریم برید او سپکاوي د تورکیې ډیر سخت او  توند غبرګونونه راپارولي دي. د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویډن پر مخ د ناټو دروازې وتړلې.

ولسمشر اردوغان د روانې اونۍ په دننه کې د کابینې د غونډې نه وروسته په خپله وینا کې وویل " هغه چا چې زمونږ او د ټولو مسلمانانو پر سپیڅلي کتاب قرانکریم د برید او دې ډول بې حیا اقدام ته اجازه ورکړي وي ، د ناټو د غړیتوب په خاطر دې زمونږ نه د ملاتړ انتظار نه کوي. تاسې به د تورکیې پر خلاف ترهګرو ته د فعالیتونو اجازه ورکوۍ او ستاسې په لارو او سړکانو کې به هغوې لاریونونه او مظاهرې کوي او بیا زمونږ نه  د ملاتړ تمه کوۍ. مونږ پداسې وضعیت کې د چا نه ملاتړ نه کوو.

 د ولسمشر اردوغان ددې غبرګون او د سویډن پر مخ د ناټو د دروازې د تړولو نه  نه وروسته د سویډن د لومړي وزیر لخوا د اعتراف په څیر څرګندونې وشوې.

د سویډن  لومړي وزير وويل، چې د هېواد لپاره په ناټو کې د ګډون او غړیتوب نه په اندازه د ملي امنیت بله هیڅ کومه مسئله پدې اندازه مهمه نده.

کریسټرسن، چې د بهرنیو چارو وزیر ټوبیاس بلسټروم او دفاع وزیر پال جونسن سره د کمرو په وړاندې راڅرګند شو، د سویډن وضعیت په دې ټکو سره خلاصه کړ "زه غواړم په سویډن کې ټولو ته بلنه ورکړم چې د وضعیت په جديت پوه شي".

د سویډن د لومړي وزیر ددې څرګندونو نه د اعتراف په څیر یادونه شوې ده .

د سویډن لومړي وزیر پدې غونډه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اردوغان د ناټو په سازمان کې د سویډن پرمخ دروازه تړلې ده؟ داسې وویل  'زه فکر نه کوم چې څوک دا مسئله پدې ډول تشریح کړي. هغه وویل، چې غوسه شتون لري.د سویډن لومړي وزیر وویل چې ځیني فتنه جوړونکي او پاروونکي کسان د ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب پر وړاندې خنډونه جوړوي. مونږ غواړو چې د تورکیې سره د مذاکراتو بهیر ته بیرته راستانه شو. البته چې تورکیه خپل تصامیم پخپله نیسي، مونږ د هغوې تصامیمو ته درناوی لرو خو غواړو چې دا بهیر لږ ارامه کړو.



اړوند خبرونه