ولادیمیر زیلینسکي : د نیپرو په ښار د روسیې په بریدونو کې ۲۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د نیپرو په ښار باندې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیز برید په پایله کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.

1933053

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د دنیپرو ښار په یوه ۹ پوړیزه استوګنځي د روسي توغندي له لګېدو وروسته د وژل شویو کسانو د شمېر او په سیمه  کې د لټون او ژغورنې د هڅو په اړه معلومات ورکړل.

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې  د برید په پایله کې د وژل شویو ملکي وګړو شمیر ۲۵ تنو ته  لوړ شوی، او  وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

زیلینسکي یادونه وکړه چې پدې برید ۷۳ تنه چې ۱۳ یې ماشومان وو، ټپیان شوي او ۶ ماشومان د چپه شوې ودانۍ څخه  ژوندي ژغورل شوي دي.

اړوند خبرونه