بورکینافاسو د فرانسې د سفیر د شړولو پریکړه وکړه
بورکینافاسو د ملګروملتونو د ځانګړي استازي نه وروسته داځل د فرانسې سفیر د شړولو پریکړه وکړه
بورکینا فاسو د فرانسې سفیر لوک هالاد د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ او له هغه یې وغوښتل چې هر څه ژر ددې هیواده ووځي.
د بورکینا فاسو د حکومت ویاند ژان ایمانویل اویدراګو وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې د سفیر څخه چې ۲۰۱۹ کال د سپټمبر له ۹ نیټې راهیسې په بورکینافاسو کې د فرانسې د سفیر په توګه دنده ترسره کوله د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړی او د هغه نه يي په رسمي ډول وغوښتل چې له هیواد څخه ووځي. ویاند د حکومت ددې پریکړې د لامل په اړه څه ویلو نه ډډه کړې ده .
د ویلو ده چې تیره میاشت ، بورکینا فاسو د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ته یو رسمي لیک په استولو سره د هغوې نه پدې هیواد کې د خپل سفیر هیواد ته د غوښتولو غوښتنه کړې وه.
د بورکینا فاسو د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر په ۲۳ د ملګرو ملتونو کوردیناتور باربرا مانزي پرته له کوم دلیل د ښودولو د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړه او له هغې یې وغوښتل چې سمدستي له هیواده ووځي.
تېره میاشت دوه فرانسوي اتباع د جاسوسۍ په تور له هېواده وایستل شول او د فرانسې د راډیو فرانس انټرنیشنل (RFI) خپرونې هم وځنډول شوې.