د استرالیا په کوینزلنډ  ایالت کې د دوو چورلکو د ټکر له امله څلور کسان وژل شوي دي.

په استرالیا کې دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی

1926657
د استرالیا په کوینزلنډ  ایالت کې د دوو چورلکو د ټکر له امله څلور کسان وژل شوي دي.

د استرالیا په کوینزلنډ  ایالت کې د دوو چورلکو د ټکر له امله څلور کسان وژل شوي دي.

د استرالیا د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې ، د کوینزلنډ ایالت  د پولیسو افسر ګاري وریل اعلان وکړ چې د ګولډ کوسټ ښار په مین بیچ کې په ځایی وخت په یوه بجه او ۵۹ دقیقو دوه چورلکې په هوا کې سره  ټکر شوې.

وریل زياته کړه، چې په دې پېښه کې ٤ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٩ تنه ټپيان شوي، چې د درېيو روغتيايي حالت نازک دى.

د کوینزلېنډ چارواکو ویلي، چې ټول وژل شوي او ټپیان په همدې چورلکه کې سپاره وو او بله چورلکه چې په حادثه کې ښکېله وه په بریالیتوب سره ښکته شوې ده.

د استرالیا د ترانسپورت د خوندیتوب ادارې اعلان کړی چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.



اړوند خبرونه