د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ځینو هیوادونو د تیلو صادرات بند کړل.

د روسیې لخوا د لویدیځو هیوادونو د فشارونو په مقابل کې د بندیزونو ګواښ

1924494
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ځینو هیوادونو د تیلو صادرات بند کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ځینو هیوادونو د تیلو صادرات بند کړل.

 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لاسلیک شوي فرمان سره، په هغو هیوادونو باندې د تیلو او پټرولیم محصولاتو پلور منع کړل  چې د روسیې د تیلو لپاره د حد د نرخ په غوښتنلیک کې ګډون کړی وي.

د روسیې ولسمشر  پوتین د دغه فرمان په لاسلیکولو سره، د لویدیځو هیوادونو لخوا د روسیې پر تیلو د بیلر پر سر د ۶۰ ډالرو حد نرخ ټاکلو په مقابل کې متقابل ګام اوچت کړ. روسیه د ولسمشر ددې فرمان له مخې په هغه اشخاصو او شرکتونو باندې چې د لویدیځ د حد نرخ  بحیر کې ګډون کړی وي بندیزونه لګوي او پر هغوې د تیلو او پټرولیم محصولاتو صادرات منع کوي.

دا  فرمان په هغه  اشخاصو او شرکتونو د نفتو او پټرولیم محصولاتو پلور منع کوي چې د حد نرخ غوښتنلیک کې برخه اخلي ، او یا  روسیې سره د تیلو  په قرارداد کې د حد نرخ یا د حد نرخ بدیل میکانیزم وکاروي.

په فرمان کې ویل شوي دا بندیزونه به د ۲۰۲۳ کال  د فبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه نافذ شي. په فرمان کې  ددې  خبرې په ټینګار ویل  شوي  چې هغو کسانو ته د تیلو لیږد چې د حد نرخونه پلي کوي یوازې د پوتین د ځانګړې اجازې سره کیدی شي.

د فرمان له مخې، د نفتي توکو په بار وړلو بندیز به د روسیې د حکومت لخوا ټاکل شوې نیټې څخه نافذ شي.

د ډسمبر په دوهمه د اروپايي اتحادیې هیوادونو موافقه وکړه چې د روسیې څخه د سمندر له لارې د تیلو د لیږد لپاره د هر بیرل پر سر ۶۰ ډالره د حد  نرخ وټاکي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک د دسمبر په ۲۳مه په یوه بیان کې وویل چې دوی به پر هغو کسانو باندې د تیل او نفتي موادو محصولات ونه پلوري چې د د حد نرخ په پلي کولو کې برخه اخلي او د اړتیا په صورت کې کولی شي د خپلو تیلو تولید له ۵ تر ۷ سلنې پورې راکم کړي.



اړوند خبرونه