په کانګو جمهوریت کې د شدیدو اورښتونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي

د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په پلازمینه کنساشا کې د سختو بارانونو د اورښت وروسته د راوتلو سیلابونو په پایله کې  لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی.

1918576

د سیمه ایزو  رسنیو د راپورونو له مخې، په کنشاشا کې له دوو ورځو راهیسې سختو بارانونو اورښتونه دوام لري چې په نتیجه کې  سېلابونه او ځمکې ښویېدنې رامنځته شوي دي.

په دغه ناورین کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

لومړي وزیر ژان میشل سما لوکونډي ویلي چې د لټون او ژغورنې چارې دوام لري.

وېره ده چې د مړو شمېر به لوړ شي.

اړوند خبرونه