اوکراین ولسمشر جي ۷ هیوادونو د مشرانو غونډې ته وینا وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر روسیې غږ کړی چې د کرسمس په موده کې دې د اوکراین له خاورې خپل ځواکونه وباسي.

1918151
اوکراین ولسمشر جي ۷ هیوادونو د مشرانو غونډې ته وینا وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر روسیې غږ کړی چې د کرسمس په موده کې دې د اوکراین له خاورې خپل ځواکونه وباسي.

زیلینسکي د ویډیو کنفرانس له لارې د G7 هیوادونو د مشرانو په ګډون په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ .

زیلینسکي د جي ۷ هیوادونو مشرانو غونډې ته په وینا کې دې خبرې ته په اشارې سره وویل چې  له میاشتو میاشتو  راهیسې  په اوکراین کې د روسیې پرخلاف  جګړه روانه ده ، پدې جګړه کې  له اوکراین سره د نظامي ، ټولنیزو او مالي مرستو له امله د جي ۷ هیوادونو څخه مننه کوي.

زیلینسکي وویل چې اوکراین د جګړې په دوام کې قوي پیوستون ته اړتیا لري.

"زه له تاسو ټولو څخه غواړم چې په راتلونکي کال کې هم چمتو شوي پیوستون ته دوام ورکړئ. روسیه خپل تیري ته دوام ورکوي او له همدې امله اوکراین ملاتړ ته اړتیا لري."

زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې روسیه د اوکراین په پرتله د لا قوي  توغندیو او توپچي سیسټمونو خاوند دی چې د همدې امله باید د اوکراین سره  د وسلو او مهماتو لا زیاته مرسته وشي.

زیلینسکي وویل، د روسیې پوځ هڅه کوي چې په اوکراین کې د انرژۍ د مهمو بنسټونو په نښه کولو سره نه یوازې اوکراین، بلکې اروپایي هېوادونه هم د انرژۍ د ناورین پر لور بوځي.

"زه تاسو ته بلنه درکوم چې اوکراین ته د طبیعي ګاز په برخه کې مرستې زیاتې کړئ."

زېلېنسکي دې ته اشاره وکړه چې د اوکراين له خوا د وړانديز شوې سولې د فورمول د پلي کېدو لپاره بايد يو نړيوال فورم جوړ شي.

زیلینسکي له روسیې څخه وغوښتل چې د حل لارې لپاره اړین ګامونه پورته کړي. هغه  پر روسیې  غږ وکړ لکه څرنګه چې   کرسمس  په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي  پدې هیواد کې هم باید ولمانځل شي چې د همدې امله  پدې ورځو کې خپل ځواکونه د له اوکراین څخه وباسي.

زیلینسکي ټینګار وکړ چې هغه په ​​​​دې باور دی چې د سولې ترلاسه کول ممکن دي که چیرې هغه حل لاره چې روسیې ته یې وړاندیز کړی ومنل شي.، زیلینسکي یادونه وکړه چې دوی به اوس د مسکو څخه د خبر انتظار وباسي.



اړوند خبرونه