ملګرو ملتونو په ایران کې د مظاهرو په تړاو د ۲۳ کلن تنکي ځوان د اعدام حکم غندلی دی

ملګروملتونو او اروپايي ټولنې د ایران د حکومت لخوا د مظاهرو په تړاو د یو تن ۲۳ کلن ځوان اعدامول په کلکه توګه وغندل

1916695
ملګرو ملتونو په ایران کې د مظاهرو په تړاو د ۲۳ کلن تنکي ځوان د اعدام حکم غندلی دی

ملګرو ملتونو په ایران کې د مظاهرو په تړاو د ۲۳ کلن تنکي ځوان د اعدام حکم غندلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان  له خوا په  خپور شوي  بیان کې په ایران کې د اعدام د سزا په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

په بیان کې یادونه شوې چې د تهران د اسلامي انقلاب محکمې ۲۳ کلن ایراني ځوان د «الله پر وړاندې په جګړه» تورن کړی او ایراني چارواکو تر دې دمه ۱۲ کسانو ته د اعدام سزا تایید کړې ده.

په بیان کې د دې خبرې په ټینګار سره  ویل شوي دي چې د غیر عادلانه محاکمو له امله خپل سري عدامونه خلک د ژوند د حق نه بې برخې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو د دې ۲۳ کلن تنکي ځوان اعدام  په کلکه توګه غندي . کارپوهانو پر ایران هم غږ کړی چې د اعدام د سزا د لغوه کولو لپاره یو میکانیزم جوړ کړي

. د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک هم ویلي چې ملګري ملتونه د اعدام د سزا د تطبیق مخالف دي او پر ایران یې غږ کړی چې ژر تر ژره اعدامونه ودروي.

اروپايي ټولنې هم د ایران له خوا د مظاهرو پر مهال د نیول شوي کس اعدام غندلی او پر ایران یې غږ کړی چې د اعدام سزا ودروي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسي د لوړ پوړي استازي جوزپ بوریل له دفتر څخه په خپور شوي بیان کې راغلي دي: «اروپایي ټولنې د ایران له چارواکو غوښتي چې په راتلونکي کې د اعدام له سزا او له اعدامونو ډډه وکړي او د اعدام سزا په بشپړه توګه لغوه کولو په برخه کې دې  یو ثابت سیاست تعقیب کړي.

د ویلو ده چې په ایران کې د اخلاقو د پولیسو لخوا د مهسا امیني د نیولو او په توقیف کې کوما ته د تلو نه وروسته په روغتون کې د ساه ورکولو نه وروسته په ټول هیواد کې پراخه مظاهرې پیل شوې . د ایران حکومت ددې مظاهرو په تړاو د نیولو کسانو نه تر اوسه پورې ۱۱ تنو ته د اعدام سزا اورولې ده چې ددوې له جمع نه يي یو تن ۲۳ کلن تنکی ځوان محسن شکاري په دار وځوړو.

محسن شکاري لومړنی مظاهره کوونکی دی چې د ایران د حکومت لخوا په دار ځوړول کیږي.



اړوند خبرونه