د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند : مونږ غواړو چې د تورکیې دفاعي اړتیاوې پوره کړو
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس وویل چې دوی د ناټو د یو مهم متحد هیواد تورکیې د دفاعي اړتیاوو پوره کولو ته چمتو دي .
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس وویل چې دوی د ناټو د یو مهم متحد هیواد تورکیې د دفاعي اړتیاوو پوره کولو ته چمتو دي .
نیډ پرائس، په ورځني مطبوعاتي کنفرانس کې، د ۲۰۲۳ کال د ملي دفاع د واک ورکولو د قانون نه تورکیې باندې د F-16 د خرڅلاو په برخه کې لګول شوو بعضو محدودیتونو د لیرې کولو په اړه پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې
"بې له شکه چې تورکیه د ناټو یو مهم متحد او یو مهم امنیتي شریک دی. مونږ غواړو چې خپل دفاعي ظرفیتونه یو ځای کړو او هغه څه چې تورکیه ورته د سترو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره اړتیا لري هغه چمتو کړو. د ناټو یو غړی هیود هم په خپله خاوره کې د تورکیې په اندازه د ترهګرۍ د ګواښونو سره مخامخ ندی. د همدې امله پر امنیتي برخو کې همکاري زموږ لپاره خورا ارزښت لري."
هغه ددې خبرې په یادونې سره وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر جوبایډن د جون په میاشت کې په مادرید کې د ناټو په سرمشریزه کې د لیدنې پر مهال پر دې مسلې خبرې وکړې، په ټیټه کچه هم بحثونه شوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له کانګرس سره خبرې کړې دي.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.