د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ۷ اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ولیدل
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه.
ولادیمیر زیلینسکي د خپل ټولنیز میډیا له پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې د استونیا ، آیسلینډ ، د لیتونیا ، د لیتوانیا ، ناروې ، د فنلنډ او سویډن بهرنیو چارو وزیرانو سره د لیدنې نه خبر ورکړی دی. هغه په خپور کړي بیان کې د نوموړو هیوادونو نه د بهرنیو چارو وزیرانو نه مننه کړې او داسې لیکلي دي ،
" له اوکراین څخه ستاسو لیدنه د شریکو هیوادونو د قوي ملاتړ او پیوستون یوه مهمه نښه ده، په ځانګړې توګه پدې ډیرو سختو ستونزمندو شرایطو کې." زیلینسکي د بالتیک او شمالي اروپا له هیوادونو څخه د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په ساتلو کې د فعالو او اغیزمنو مرستو له امله مننه وکړه.
هغه په خپور کړي ویډیویي پیغام کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په اړه چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې روانې دي، وروستي پرمختګونه ارزولي دي.
هغه په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې " روسیې د "غچ اخیستنې" لپاره د اوکراین پر وړاندې جګړه پیل کړې ده ځکه چې مونږ د مسکو د لارښوونو سره سم عمل نه نه کوو. زیلینسکي وویل، "اوکراین به هیڅکله په یوې کنډوالې بدل نشي. "
زیلینسکي دوی په اوکراین کې د غلو نوښت پلیټ فارم رامینځته کړی ترڅو د نړۍ په کچه اړو هیوادونو ته د بشردوستانه مرستو په چوکاټ د غلو محصولات ورسوي ، ولادیمیر زیلینسکي وویل پدې برخه کې د تورکیې امریکا ، کوریا ، جاپان او ځینې اروپایی اتحادیې غړي هیوادونه او د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو نه مننه کړې ده .
هغه ویلي دي چې دوې پدې برخه کې زمونږ سره ډیره مرسته کړې ده .