د اوکراین ولسمشر : روسیه د اوکراین پر ملکي او انرژۍ پر زیربناګانو نوو بریدونو ته چمتوالی نیسي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ادعا کړې چې د روسیې پوځ د اوکراین پر ملکي او د انرژۍ پر تاسیساتو د نویو توغندیو بریدونو ته تیاری نیسي.

1911770

ولادیمیر زیلینسکي په خپل ورځني ویډیویي پیغام کې چې د شپې لخوا د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې  خپور کړ، یادونه وکړه چې د روسیې او اوکراین جګړه چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوې ده اوس هم دوام لري.

زیلینسکي په ګوته کړه چې د تیرې دورې په څیر د دې اونۍ په اوږدو کې د دونیتڅک په د جګړې په کرښه کې ترټولو سختې نښتې دوام لري.

"د جګړې په ډګر کې  وضعیت خورا خراب دی."

هغه د دې په بیانولو سره  وویل چې روسیې تیره اونۍ یو ځل بیا په اوکراین کې په ملکي او د انرژۍ مهم بنسټونه بمبار کړل، د بریدونو په پایله کې په هیواد کې رامنځته شوې د انرژۍ د ستونزو د حل لپاره اغیزمنې هڅې شوي.

د اوکراین مشر ادعا وکړه چې  روسیه د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، هغه خبرداری ورکړ  دوی به تر هغه آرام نه شي چې تر څو چې  روسیه توغندي ولري. روسیه هره ورځ پر دوی د توغندیو باران کوي.

پيوندونه: #بریدونه , #اوکراین

اړوند خبرونه