د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز پر روسیې ډیرې سختې نیوکې وکړې.

اولاف : روسیې د اوکراین په جګړه کې ډیر زیات جنایات کړي دي

1911719
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز پر روسیې ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز پر روسیې ډیرې سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل، د خواشینۍ وړ ده چې روسیه چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې د اوکراین پر ضد جګړه کوي، له نړیوالو قوانینو څخه په وحشیانه ډول سرغړونه کوي.

اولاف شولز، د فوکس مجلې ته په یوه بیان کې وویل ،

"جګړه اروپا ته بیرته  راستانه شوې ده. دا د خواشینۍ وړ ده چې د روسیې اداره چې غواړي له خپل ګاونډي (اوکراین) څخه خاوره ونیسي، په وحشیانه توګه له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي."

هغه د دې په بیانولو سره  وویل چې  لکه څرنګه چې به پخوا په اروپا کې هیوادونو په خپلو منځونو کې سره جګړه کوله روسیه هم  هڅه کوي په زور سره خپله خاور پراخه کړي. شولز وویل چې جګړه او امپریالیزم بیرته اروپا ته راستانه شوي دي.

هغه وویل  چې د اوکراین جګړه د مسکو له پلان سره خورا توپیر لري، څرنګه چې مسکو غوښتل هغسې نده روانه .

"په یو نقطه  کې باید داسې وخت راشي چې روسیه هم له دې ناوړه حالت څخه د وتلو لار ولټوي. د اوکراین څخه د روسي ځواکونو وتل مرکزي اهمیت لري."

د جرمني لومړي وزیر  ټینګار وکړ چې د اوکراین جګړه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

"د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې جګړې مسؤل دی. هلته په بې ساري ډول وحشیانه جنګي جنایتونه ترسره شوي. مونږ به د جرمونو په روښانه کولو کې مرسته وکړو، مسؤلین به وپیژنو او حساب به ترینه پوښتنه  ورکړو."


پيوندونه: #نیوکې , #روسیه , #جرمني

اړوند خبرونه