په اندونیزیا کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۲۷۱ تنو ته لوړه شوه
د اندونیزیا په لویدیځ جاوا ولایت کې د نوامبر په ۲۱ مه د ۵.۶ درجې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷۱ ته لوړ شو.
د اندونیزیا په لویدیځ جاوا ولایت کې د نوامبر په ۲۱ مه د ۵.۶ درجې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷۱ ته لوړ شو.
د اندونیزیا طبعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر سوهاریانتو اعلان وکړ چې د نوامبر په ۲۱ نیټه د هیواد په لویدیځ جاوا ولایت کې د زلزلې څخه دوه ورځې وروسته یو شپږ کلن ماشوم د چپه شوو ودانیو لاندې څخه را ایستل شوی و.
سوهاریانتو وویل، چې په دې زلزله کې تر اوسه پورې ۲۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ زره ۴۳ کسان ټپیان شوي او لږ تر لږه ۴۰ تنه لادرکه شوي دي.
سوهاریانتو وویل چې په وژل شویو کې ۱۰۰ تنه ماشومان دي.
هغه د دې خبرې په ټینګار وویل چې نږدې ۶۲ زره خلک په پناه ځایونو کې میشت شوي . همداشان د اردو ۱۲ زره پرسونل په زلزله ځپلو سیمې کې د د لټون او ژغورنې ټیمونو، پولیسو او رضاکارانو سره د مرستې لپاره ګمارل شوي.
سوهاریانتو وویل چې د زلزلې له امله په سیانجور کې له ۵۶۲۳۰ څخه ډیر کورونه زیانمن شوي او د ۳۱ ښوونځیو په ګډون له ۱۷۰ څخه ډیر عامه ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې اعلان وکړ چې د 5.6 درجې زلزله چې د اندونیزیا په لویدیځ جاوا ولایت کې د سیرانجنګ ښار سویل لویدیز په ۱۸ کیلومترۍ کې رامنځته شوه د ۱۰ کیلومترو په ژوروالي کې ثبت شوې.