ګوتریش د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلې دانې د تړون له تمدید وروسته له ولسمشر رجب طیب اردوغان او تورکیې څخه مننه وکړه.
1907730
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلې دانې د تړون له تمدید وروسته له ولسمشر رجب طیب اردوغان او تورکیې څخه مننه وکړه.
هغه وویل چې "د دوی د سخاوت او هوډ پرته، دا کار ناشونی وو."
ګوټریش په خپل ټویټر پاڼه کې په خپور کړي یوه بیان کې د تورکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلې دانې تړون د ۱۲۰ ورځو لپاره تمدیدولو وروسته د دې موافقې په نوي کولو خوښي څرګنده کړه.
ګوتریش د تورکیې له ولسمشر اردوغان څخه مننه وکړه.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې "د تورکیې د سخاوت او هوډ پرته، دا کار ناشونی وو. ناممکنه وو. استانبول د فوق العاده ډیپلوماتیکي بریالیتوبونو مرکز دی.