د اوکراین ولسمشر د تورکیې له ولسمشر او ملګروملتونو سازمان سرمنشي څخه مننه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه د تورې بحیرې د غلو دهلیز د تړون د دوام په اړه د پرون ورځې د پریکړې له امله مننه وکړه.

1907707

زیلینسکي په خپل ورځني ویډیويي پیغام کې چې د شپې لخوا خپل ټیلیګرام پاڼه  کې خپور کړی  د تورکیې، ملګرو ملتونو، روسیې فدراسیون او اوکراین ترمنځ د شوې پریکړې سره سم د تور سمندرګي د غلو دهلیز د تړون د غځولو ارزونه وکړه.

زیلینسکي وویل چې د غلې دانې د نوښت څخه مننه، د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې د ۱۱ میلیونه ټنه خوراکي محصولات د ۴۵۰  څخه زیاتو کښتیو سره د اوکراین د اوډیسا سیمې له بندرونو څخه صادر شوي دي.

"مونږ د دې سوداګرۍ د ښه کولو لپاره هر څه کړي دي او زه غواړم له خپلو ټولو شریکانو څخه مننه وکړم چې مرسته یې کړې. زه شخصا د ملګرو ملتونو له عمومي منشي ګوتریش، تورکیې او ولسمشر اردوغان څخه مننه کوم."

زیلینسکي یادونه وکړه چې دوی د لوږې د نړیوال کړکیچ د مخنیوي لپاره د غلې دانې نوښت پراخولو لپاره خبرې وکړې او دا چې هیوادونه لکه امریکا ، جرمني، جاپان، پولنډ او بلجیم غواړي په دې نوښت کې برخه واخلي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل "که نړۍ متحده شي، لوږه به له منځه ولاړه شي."

زیلینسکي وویل چې  روسیې پرون په اوکراین باندې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې د بریدونو په پایله کې اوه ملکي وګړي وژل شوي او ممکن دا شمیر نور هم لوړ شي.

هغه وویل چې  پرون په اوکراین کې د انرژۍ زیربناوې په بریدونو کې زیانمنې شوې، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې، په ځانګړې توګه په پلازمینه کییف کې له ۱۰ میلیون څخه ډیر خلک د بریښنا څخه بې برخې شوي دي.

اړوند خبرونه