د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د مذاکراتو لپاره خپل شرطونه اعلان کړل

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جي شل سازمان د مشرانو په غونډه کې چې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې جوړه شوې ده د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

1906498
د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د مذاکراتو لپاره خپل شرطونه اعلان کړل

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جي شل سازمان د مشرانو په غونډه کې چې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې جوړه شوې ده د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. زیلینسکي له روسیې سره د سولې پر وړاندې خنډونه په ګوته کړل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د اوکراین لس ماده ییز شرایط تشریح کړل.

په جاکارتا کې د اوکراین سفارت د جي شل د  مشرانو په سرمشریزه کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وینا خپره کړه.

زیلینسکي د خپلې وینا په ترڅ کې د جي ۲۰  پر ځای په مکرر ډول د "جي ۱۹ " یاده کوله چې ددې خبرې نه د  روسیې د لرې  کولو په توګه تعبیر شوی.

زیلینسکي  د جي ۲۰ ، مشرانو ته په وینا کې ددې خبرې په یادونې سره ویلي دي ، که روسیه وايي چې دا جګړه پای ته رسول غواړي، اجازه راکړئ چې دا په عمل سره ثابت کړي. همداشان هغه خپل هغه لس ماده يي شرایط اعلان کړ چې د روسيې سره د سولې د مذاکراتو امکان رامنځته کوي.

د اوکراین مشر د راډیو اکتیف  وړانګو خوندیتوب  غوښتنه وکړه . هغه پدې لس ماده يي شرایطو کې لومړنۍ ماده اټومي امنیت ته ځانګړې کړې وه. زیلینسکي په خپله وینا کې

له تورکیې او ملګرو ملتونو څخه د غلو د لیږد د تړون له امله مننه وکړه.

زیلینسکي د غنمو په تړون کې د تورکیې او ملګرو ملتونو د فعال رول له امله مننه وکړه، د دې نوښت اهمیت ته یې اشاره وکړه او ویې ویل "زه باور لرم چې دا باید تر نامعلوم وخت پورې وغځول شي" او په دویمه ماده کې "د خوړو خوندیتوب" اضافه کړ.

د اوکراین مشر د انرژۍ امنیت نه د دریمې ماده په توګه په ګوته کولو سره، دې حقیقت په اشارې سره وویل  چې د هغه هیواد د انرژۍ زیربناو ۴۰  سلنه د روسیې د توغندیو په بریدونو کې ویجاړه شوې او ویې ویل: "روسیه غواړي چې سړه هوا زمونږ پر خلاف  د وسلې په توګه وکاروي. هغه وویل، روسیه انرژي د وسلو په توګه کاروي دا د میلیونونو خلکو په حق کې جفاء ده.

زیلینسکي نورې مادې په لاندې ډول بیان کړې.  

د ټولو بندیانو او په زور سره له خپلو سیمو او کورونو ویستل شوو کسانو خوشې کول

- د ملګرو ملتونو د پریکړو  پوره کول او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوال نظم تاسیسول

- د روسي ځواکونو وتل او د جګړې بندول

- د عدالت تاسيس

- د جګړې له امله د چاپیریال ټولو ګواښونو / ایکولوژیکي ویجاړۍ سره مبارزه

 د تاو تریخوالي مخنیوي، امنیت ضمانت کول

- د دې ټولو مادو له پلي کېدو وروسته د جګړې د پای ته رسېدو سند د ښکېلو غاړو له خوا لاسلیکیدل



اړوند خبرونه