د اوکراین ولسمشر : "مونږ ټول اوس دا احساس کوو چې زمونږ بریا نږدې ده."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل  چې د روسیې پر ضد جګړه  به دوام وکړي.

1905993
د اوکراین ولسمشر : "مونږ ټول اوس دا احساس کوو چې زمونږ بریا نږدې ده."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل  چې د روسیې پر ضد جګړه  به دوام وکړي. هغه وویل چې "مونږ ټول اوس احساس کوو چې زمونږ بریا نږدې ده."

زیلینسکي د خپل ټولنیز میډیا  پاڼې له لارې په خپور کړي ویډیو پیغام کې د روسیې او اوکراین د جګړې د ۲۶۳مې ورځې وروستي پرمختګونه ارزولي دي.

زیلینسکي وویل چې سیاستوالو، د امنیتي ځواکونو استازو او د بیلابیلو مسلکونو خلکو په اوکراین کې د خپلو دندو په ترسره کولو سره د بریا لپاره په ګډه پرمخ روان دي.

"مونږ ټول اوس احساس کوو چې زمونږ بریا نږدې ده."

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې د خرسون په سیمه کې یې په ۲۲۶ میشت ځایونو کې امنیتي تدابیر نیولي او په دغو سیمو کې ثبات تامین شوی دی. هغه  یادونه وکړه چې په دغو سیمو کې کابو سل زره ملکي وګړي ژوند کوي.

زیلینسکي چې روسي پوځیان یې د خرسون په سیمه کې په جنګي جنایتونو تورن کړي، ویلي چې په سیمه کې د ملکي او نظامي کسانو جسدونه موندل شوي او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

زیلینسکي وویل چې په ټول هیواد کې ترټولو شدیدې جګړې د دونیتڅک په سیمه  کې دوام لري.



اړوند خبرونه