د اوکراین بهرنیو چارو وزیر : تورکیه زمونږ سره په حیاتي برخو کې همکاري کوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا وویل چې دوی،  د تورکیې  په متوازنې ډیپلوماسۍ ډیر ښه پوهیږي او تورکیې تل د اوکراین نه ملاتړ کړی او ملاتړ ته دوام ورکوي.

1895259
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر : تورکیه زمونږ سره په حیاتي برخو کې همکاري کوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا وویل چې دوی،  د تورکیې  په متوازنې ډیپلوماسۍ ډیر ښه پوهیږي او تورکیې تل د اوکراین نه ملاتړ کړی او ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دینډیس  اوکراین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په پلازمینه کیف کې له خپل اوکرایني سیال کولیبا سره ولیدل. د لیدنې وروسته داړو وزیرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د ویلو ده چې دا خبري غونډه  یوه پناه ځای کې جوړې شوې .  د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر  وویل، دوی فکر کوي چې تورکیه د اوکراین او روسیې په جګړه کې چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روانه ده، بې طرفه دریځ نه لري او زیاته یې کړه: تاسې وګورۍ تورکیې د ملګروملتونو په ټولو پلاټ فورمونو کې د اوکراین نه ملاتړ کړی او خپله رای يي د اوکراین په ګټه کارولې ده.

کولیبا ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې  په پوځي ډګر کې له اوکراین سره د تورکیې له همکارۍ څخه خوښ دي، هغه له روسیې سره د تورکیې د اړیکو او په اقتصادي ډګر کې د همکارۍ په اړه وویل، مونږ د تورکیې په متوازن بهرنی سیاست باندې پوهیږو او بې طرفه نه دی او له مونږ سره په ځینو برخو کې همکارۍ ته دوام ورکوي. زموږ لپاره  په مهمو مسئلو کې زمونږ سره مرسته او همکاري کوي او  مسئلو کې د روسیې سره هم همکاري کوي.

د اوکراین وزیر وویل چې تورکیه د اوکراین  سره په هغو مسلو کې همکاري کوي چې د زمونږ  لپاره "د ژوند او مرګ اهمیت او ارزښت لري."



اړوند خبرونه