روسیې د اوکراین په الحاق کړو ۴ سیمو کې بیړني حالت اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په  الحاق کړو څلور سیمو دونیتڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوروزیا کې د بیړني حالت  د نافذولو فرمان لاسلیک کړ.

1895069

ولادیمیر پوتین په ضمیمه شویو سیمو کې د امنیتي خطرونو په وړاندې د اعظمي غبرګون او هلته د سیمه ایزو دفاعي مرکزونو د جوړولو فرمان لاسلیک کړ.

" اجازه راکړئ تاسو ته یادونه وکړم ، مخکې له دې چې دونیتڅک خلکو جمهوریت ، د لوهانسک جمهوریت ، د خرسون او زاپورزیا په سیمې مخکې ددینه چې د روسیې سره یو ځای شي دلته بیړني حالت دوام درلود او اوس مونږ دا بیړني حالت ته رسمي بڼه ورکوو.

د مسکو ادارې اوکراین ۸ سیمو ته په  ننوتلو او وتلو محدودیتونه لګولي دي.

د روسیې د ولسمشر کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د روسیې په څلورو سیمو کې د بیړني حالت  په رڼا کې د دې هېواد ټولې پولې د تړلو پلان نه لري.

اړوند خبرونه