جرمني حکومت د اټومي انرژۍ بټیو د فعاله ساتلو پریکړه وکړه
د جرمني حکومت چې په هیواد کې د اټومي انرژۍ پاټې بټۍ د روان کال تر پایه د تړولو ژمنه کړې وه د انرژۍ د بحران له امله د فعاله ساتلو پریکړه وکړه
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز وزیرانو ته لارښوونه کړې چې د دغه هېواد درې پاتې اټومي بټۍ د اپریل تر نیمايي پورې فعالې وساتي.
دا پرېکړه په اوکراین کې د جګړې له کبله د روسیې له خوا جرمني ته د تېلو د صادراتو د بندولو له امله په دغه هېواد کې د انرژۍ د احتمالي بحران د مخنیوي په خاطر شوې ده.
د لومړي وزیر شولز دفتر د وزیرانو شورا ته د یو مکتوب په استولو دا پریکړه اعلان کړه.
د آلمان حکومتونو په هیواد کې خوندي او نوي کیدونکي انرژۍ ته د تیریدو په خاطر ژمنه کړې وه چې د کال تر پایه به په هیواد کې د اټومي انرژۍ پاتې بټۍ هم وتړي .
خو په اوکراین کې جګړه، چې له روسیې څخه اروپا ته د طبیعي ګاز رسولو کې د سخت کمښت لامل شوی، آلمان دې ته اړ کړ چې د ډبرو سکرو او د تیلو څخه د بریښنا سټیشنونه بیرته فعال کړي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د جرمني د روغتیا وزیر خبرداری ورکړی وو چې د انرژۍ د کمښت او بیې د ډیر زیات لوړوالي له امله کیدای شي چې ۴۰ سلنه روغتونونه وتړل شي.