د اوکراین لومړی وزیر : روسیې د لویدیځ او د هغه د ارزښتونو پر خلاف صلیبي جګړه پیل کړې

د جرمني لومړي اولاف شولز د اوکراین پر ضد د روسیې جګړې نه  د لویدیځ او د هغې د ارزښتونو پر ضد د یوې  صليبي جګړې په توګه یادونه وکړه.

1892475
د اوکراین لومړی وزیر : روسیې د لویدیځ او د هغه د ارزښتونو پر خلاف صلیبي جګړه پیل کړې

د جرمني لومړي اولاف شولز د اوکراین پر ضد د روسیې جګړې نه  د لویدیځ او د هغې د ارزښتونو پر ضد د یوې  صليبي جګړې په توګه یادونه وکړه.

شولز په پلازمینه برلین کې د "۲۰۲۲ کال پرمختللې حکومتدارۍ غونډې" ته یو ویډیو پیغام واستوه.

شولز په خپل پیغام کې ویلي چې نړۍ له یوه جدي  ننګونکي دورې  څخه تیریږي او د ډیموکراسۍ پلویان باید سره یو شي.

هغه څرګنده کړې چې شاوخوا یو کال مخکې په آلمان کې دریو بیلابیلو سیاسي ګوندونو (سوسیال ډیموکراټانو، زرغون او لیبرالانو) دا د دوی دنده وګڼله چې یو حکومت جوړ کړي او هیواد د یو خپلواکه، ازادې او ډیموکراټ راتلونکې ټولنې په توګه پرمخ بوځي. خو د روسيې لخوا پر اوکراین برید او جګړې دا کار ډیر ستونزمن کړی، مګر ډیر بیړنی کړی هم دی.

هغه ددې خبرې په ټینګار  سره وویل  چې لیبرال ډیموکراسي له کلونو راهیسې تر بریدونو لاندې ده.

خو کله چې د روسیې ولسمشر پوتین پر اوکراین برید وکړ، دغه برید یوې نوې کچې ته ورسېد.

په همدې دلیل، شولز یو ځل بیا ټینګار وکړ چې آلمان به له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه د اوکراین سره  مالي، اقتصادي او وسلو مرستې ته دوام  ورکړي. هغه د اوکراین پر خلکو غږ وکړ چې

" ډاډه اوسئ، مونږ به تر هغه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو تر څو چې دا ملاتړ د روسیې د ښکاره تیري د مخنیوي لپاره اړین وي."

د آلمان لومړي اولاف شولز خپل پیغام ته په دې ډول دوام ورکړ:

"ولادیمیر پوتین او د هغه همکارانو یو شی خورا روښانه کړی دی. دا جګړه یوازې د اوکراین په اړه نه ده، دوی د اوکراین پر وړاندې خپلې جګړې ته د یوې لویې صلیبي جګړې په سترګه ګوري. دوی دې جګړې ته د لیبرال ډیموکراسۍ پر وړاندې د صلیبي جګړې په سترګه ګوري، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د نړیوال نظم پر وړاندې صلیبي جګړه، د ازادۍ او پرمختګ پر وړاندې صلیبي جګړه، زموږ د ژوندانه د لارې پر وړاندې صلیبي جګړه. دوی دې ته د هغه څه په وړاندې د صلیبي جګړې په سترګه ګوري چې پوتین یې ډله ایز لویدیځ بولي. یعنې دوې زمونږ د ټولو پر خلاف صلیبي جګړه پیل کړې. له همدې امله، د لیبرال ډیموکراسۍ او سولې د بریالیتوب لپاره، اوکراین باید غالب شي.



اړوند خبرونه