اوکراین د روسي ځواکونو نه د درې کلو د نیولو نه خبر ورکړی دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له روسي ځواکونو څخه د درې ښارګوټو د بیرته نیول کیدو نه خبر ورکړی دی.

1875922
اوکراین د روسي ځواکونو نه د درې کلو د نیولو نه خبر ورکړی دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له روسي ځواکونو څخه د درې ښارګوټو د بیرته نیول کیدو نه خبر ورکړی دی.

. ولادیمیر زیلینسکي د خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې په خپور کړي بیان کې روسیې او اوکراین ترمنځه د نښتو په اړه ارزونې وکړې.

زیلینسکي د کریمیا مسلې ته په اشارې سره وویلوي  چې روسیې د اوکراین د کریمیا سیمه  په ۲۰۱۴ کال کې په غیر قانوني توګه اد خپلې خاورې سره یو ځای کړه. هغه ویلي دي چې . "زه باور لرم چې د اوکراین بیرغ او آزاد ژوند به یو ځل بیا  کریمیا ته راستون شي. موږ به خپلې ټوله هغه خاوره چې د اشغال لاندې نه ازاده کړو. د اوکراین پوځ، زموږ استخبارات، زموږ ځانګړي واحدونه د دې لپاره اړین ګامونه پورته کوي. تاسو کولی شئ دا ګامونه واورئ او تعقیب يي کړۍ. یرغلګرو لا دمخه له کریمیا څخه په تیښته پیل کړی دی، دا د دوی لپاره  تر ټولو مناسب انتخاب دی.

. زیلینسکي دا هم ویلي، چې درې ښارګوټي چې دوه یې د اوکراین په جنوب کې او یو یې په ختیځ کې دی، له روسي ځواکونو څخه بیرته نیول شوي دي. هغه ا د اوکراین له امنیتي ځواکونو مننه  وکړه. د اوکراين ولسمشر په دې اړه معلومات ورنه کړل، چې بیرته نيول شوي میشت ځايونه چیرته دي. له بلې خوا، د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو له مخې، د خرسون په ښار کې د ویسوکوپیلیا کلي او د دونیتڅک د اوزرن کلي د اوکرایني ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د اوکراین پوځ د اګست په ۲۹مه اعلان وکړ چې د دغه هیواد په جنوب کې د خرسون په سیمه کې یې د روسي ځواکونو پر ضد ځوابي بریدونه پیل کړي دي. روسي پوځیانو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین برید پیل کړ.


پيوندونه: #جګړه , #اوکراین

اړوند خبرونه