سویلي قبرس په سلګونو تنو ته چې مختلفو جرمونو کې ښکیل دي د پيسو په بدل کې تابعیت ورکړی

د سویلي قبرس ادارې د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځه د وسلو تجارانو، د نشه يي توکو سترو قاچاقبرانو او د استخباراتو جاسوسانو ته د تابعیت ورکولو ادعاء شوې ده.

1873184
سویلي قبرس په سلګونو تنو ته چې مختلفو جرمونو کې ښکیل دي د پيسو په بدل کې تابعیت ورکړی

د سویلي قبرس ادارې د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځه د وسلو تجارانو، د نشه يي توکو سترو قاچاقبرانو او د استخباراتو جاسوسانو ته د تابعیت ورکولو ادعاء شوې ده.

په سویلي قبرس کې چاپیدونکي د  هاراوګي ورځپاڼې د  خبر د خبر له مخې سویلي قبرس حکومت ۷۵۹  تنو پانګوالو د «طلايي پاسپورت» چې د  «پانګې اچونې لپاره تابعیت» هم بلل کیږي تر  نامه لاندې  تابعیت  ورکړی  چې دې کسانو وروسته خپلې پانګونې لغوه کړې.

له دې جملې څخه ۱۹۳۸ تنو دا بیان هم ورکړی چې دوی پانګه اچونه کړې، مګر  د غیرې منقول اموالو سندونه يي هیڅکله هم ترلاسه کړي ندي.

ورځپاڼې د اداري محکمې د راپور پر بنسټ ادعا کړې چې په هغو کسانو کې چې تابعیت یې ترلاسه کړی ، د بهرنۍ استخباراتي کړیو اجنټان، د وسلو پلورونکي او هغه کسان هم شامل دي چې له القاعده شبکې سره یې اړیکې درلودې.

همداشان دې ورځپاڼې ادعاء کړې ده چې  د بهرنیو استخباراتي ادارو دې اجنټانو په منظمه توګه شمالي قبرس تورکي جمهوریت ته هم سفرونه کړي دي.

په خبر کې دا چې دې کسانو ته په کومو کلونو او چا ته د تابعيت ورکړل شوی دی  په اړه د جزئياتو ورکولو سربیره خبرداری ورکړی چې وضعيت تر دې مهاله ډېر جدي دى.

په وروستیو کلونو کې، د اروپايي اتحادیې غړي سویلي قبرس ادارې د مختلفو هیوادونو څخه په زرګونو خلکو ته د پیسو په بدل کې د "طلایی پاسپورتونو" په بل عبارت "د پانګونې په بدل کې تابعیت" تر نامه لاندې تابعیت ورکړی دی.

اټکل کیږي چې د سویلي قبرس  د دې برنامې څخه شاوخوا ۷ میلیارد یورو عاید ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې سویلي قبرس ادارې وروسته له هغه چې دا معلومه شوه چې دې هیواد

د "پانګې اچونې لپاره تابعیت"  تر نامه لاندې  یو زیات شمیر کسانو ته چې په بیلابیلو جرمونو کې ښکیل وو تابعیت ورکړی دی ډیرې سختې نیوکې پرې وشوې چې په نتیجه کې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۳ مه نيټه د پانګه اچونې په بدل کې تابعیت پروګرام پایته ورسو.

د سویلي قبرس د پارلمان رئیس دیمیتریس سلوریس چې ددې پروګرام په رسوايي کې ښکیل وو او افشاء شو د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۵ مه نيټه له خپلې دندې استعفا ورکړه.


پيوندونه: #سویلي قبرس

اړوند خبرونه