امریکا متحده ایالتونو د لویو وچو نه تیریدونکو بین البراعظمي بالستیک توغندی وازمایه.
پداسې یو وخت کې چې د چین او امریکا ترمنځه اړیکې ترینګلي دي امریکا یو اوږد واټنه بین البراعظمي توغندی وازمایه
امریکا متحده ایالتونو د لویو وچو نه تیریدونکو بین البراعظمي بالستیک توغندی وازمایه.
د امریکا د هوایی ځواک د نړیوال برید قوماندانۍ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د ( منیټ مین III ) بین البراعظمي بالیسټیک توغندي ازموینه ترسره کړې ده.
"دا ازموینه د معمول او پیریودیک فعالیتونو یوه برخه ده چې هدف یې د امریکا متحده ایالتونو خوندي اټومي مخنیوي ، امن، د باور وړ، د ۲۱ پیړۍ د ګواښونو په مخنیوي او زموږ متحدینو ته د ډاډ ورکولو لپاره اغیزمنتیا ښودل دي. "دا ډول ازموینې دمخه له ۳۰۰ څخه ډیر ځله ترسره شوي ، او دا ازموینه د اوسني نړیوال پرمختګ پایله نه ده."
د کالیفورنیا په ایالت کې د وینډنبرګ فضایي ځواک له هډې څخه توغول شوی، بې وسلې بالستیک توغندی ۶۷۶۰کیلومتره مزل نه وروسته د مارشال ټاپو په کواجلین اتول کې یې هدف په نښه کړ.
Minuteman III بالستیک توغندی امریکا متحده ایالتونو د اردو د ستراتیژیکو وسلو د مهماتو د چابي په توګه لیدل کیږي. دغه توغندی تر ۹۶۶۰ کیلومترو زیات واټن لري او په ساعت کې ۲۴ زره کیلومتره سرعت لري.
د امریکا د ضربتي ځواک قوماندان تورن جنرال ارمند وانګ وویل: "زموږ ازموینه ډیر دمخه پلان شوې وه او په نړۍ کې د وروستیو پرمختګونو په اړه عکس العمل نه دی." "د هر ازمایښت لپاره د پلان کولو دقیقه پروسه له ازمایښت څخه شپږ میاشتې تر یو کال دمخه پیل کیږي."
د دې میاشتې په پیل کې، د امریکا متحده ایالتونو د تایوان سره نږدې د تمرینونو له امله له چین سره د مخ په زیاتیدونکي کړکیچ د مخنیوي لپاره او په اپریل کې په اوکراین کې د روانې جګړې په جریان کې د روسیې سره د اټومي تاوتریخوالی د کمولو لپاره دا ازموینې دوه ځله وځنډولې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په میاشت کې په یوه بیان کې، د خپل هیواد اتومي ځواکونو ته په لوړه کچه اماده باش په اړه خبرداری ورکړ. دې مسئلې ویره پیدا کړې وه چې د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل ممکن د اټومي جګړې لامل شي. خو امریکا متحده ایالتونو تر دې دمخه ویلي چې د واشنګټن لپاره هیڅ دلیل نه ویني چې د اټومي خبرتیا کچه بدله کړي.