یو بل امریکايي هیئت هم ټایوان ته سفر وکړ

په داسې حال کې چې ټایوان ته د امریکا د استازو مجلس د مشرې نانسي پلوسي د سفر انعکاسات دوام لري، له واشنګټن څخه یو بل پلاوی تایوان ته سفر کړی دی.

1867650
یو بل امریکايي هیئت هم  ټایوان ته سفر وکړ

په داسې حال کې چې ټایوان ته د امریکا د استازو مجلس د مشرې نانسي پلوسي د سفر انعکاسات دوام لري، له واشنګټن څخه یو بل پلاوی تایوان ته سفر کړی دی.

ويل شوي چې په دې پلاوي کې سناتوران هم شامل دي. په سیمه کې د چین تمرینونه هم دوام لري.

په تایوان د امریکا د انسټیټیوټ لخوا پدې هیواد کې د امریکا سفارت حیثیت لري لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ډیموکراتیک ګوند ماساچوسټس سناتور ایډ مارکي په مشرۍ پنځه کسیز پلاوي د آسیا د سفر په برخه کې له دې ټاپو څخه لیدنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی به له لوړپوړو چارواکو سره د امریکا او تایوان پر اړیکو، سیمه ییز امنیت، سوداګرۍ، پانګونې او نورو مسایلو خبرې وکړي.

مارکي سره د جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو مجلس غړي اوموا اماتا کولمن او د دیموکراتانو د استازو جرګې غړي  هر یو جان ګارامندي، الن لوینتال او ډان بییر ملګري دي.

چین چې د پلوسي له سفر وروسته د تایوان په شاوخوا کې خپل پوځي حضور زیات کړی، په سیمه کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکوي.

د چین دولتي چینل په جنوبي چین سمندرګي کې د ریښتیني مهماتو سره د تمرین عکسونه خپاره کړل.

د "Falcon Strike" تمرین پیل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د چین او تایلینډ لخوا په ګډه د "فالکن سټرایک" تمرین پیل شوی.

 

د تایوان د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د ټاپو په شاوخوا کې ۲۲ چینایي جنګي الوتکې او ۶ کښتۍ کشف شوي.

ویل شوي  دي چې ۱۱ چینایي الوتکې د تایوان په تنګي کې د هوا او سمندري کرښو څخه تیرې شوې. ټینګار شوی چې الوتکې او کښتۍ څارل کېدې.


پيوندونه: #چین , #ټایوان , #امریکا

اړوند خبرونه