د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو

د  شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي  برید کوونکی ونیول شو.

1867421
د شیطاني  آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو

د  شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي  برید کوونکی ونیول شو.

د امريکا د نيويارک ايالت پوليسو  معلوماتو له مخې، پر رشدي بريد د ۲۴ کلن هادي مطر لخوا شوی دی.

برید کوونکي هغه مهال  په سلمان رشدي  برید وکړ چې د بفالو ښار ته څېرمه د چوتاکوا په انستيتوت کې د وينا لپاره سټېج ته روان وو.  ویل کیږي چې مطر د نیوجرسي د فیر ویو په ولسوالۍ کې اوسیږي او  په رشدي باندې د برید د پلان په چوکاټ کې د کاناډا پولې ته نږدې په نیویارک کې د چاوتاکا انسټیټیوټ ته تللی و.

 ویل شوي چې برید کوونکی په  رشیدي شاوخوا لس ځله د چاقو برید کړی دی . برید کوونکي  پر رشدي  د ورمیګ په ساحه کې هم برید کړی دی.

برید کوونکی د برید نه وروسته  د کنفرانس  تالار کې ونیول شو او  پولیسو نږدې مرکز ته  یوړل شو. له بلې خوا، د یادونې وړده چې د رشدي درملنه د پنسلوانیا په UPMC هاموټ جراحي مرکز روغتون کې دوام لري.

په ورته وخت کې ، پولیسو د نیو جرسي په فییر ویو سیمه کې د مطر کور تلاشي کړ.

روغتون مسئولینو ویلي دي  چې د رشدي  روغتیايي وضعیت ښه ندی او کیدای شي چې یوه سترګه د لاسه ورکړي.

د رشدي منیژر  انډريو  نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ویلي د سلمان رشدي  عملیات پایته رسیدلی او روغتیايی وضعیت يي ښه ندی. هغه ویلي  دي  چې  رشدي  خبرې نشي کولی نشي. همداشان ویل کیږي  په برید کې د سلمان رشدي د یو لاس عصب پرې شوي دي. همداشان په برید کې ځیګر هم زیان لیدلی دی.

د ویلو ده چې د «شیطاني آیات» کتاب لیکوال، سلمان رشدي، چې د امریکا د نیویارک ایالت په شمال لویدیځه سیمه کې د چاوتاکا انسټیټیوټ ته د یوه کنفرانس لپاره تللی و، پرون د چاقو په وسیله برید وشو. د نیویارک والي کیتي هوچول ویلي، رشدي، چې د چاقو په برید  کې  ډېرې وینې له لاسه ورکړي، ژوندی دی او "هغه څه چې اړین وو، ترسره شول".

ویلو ده چې سلمان  رشدي  په ۱۹۸۰ کال کې شیطاني آیت کتاب د لیکولو نه وروسته د ټولې اسلامي  نړۍ  سخت غبرګونونه وپارول .

د ایران د هغه وخت دیني مشر ایت الله خمیني  د هغه د مرګ فتوا صادره کړه.



اړوند خبرونه