زیلینسکي : د روسیې او اوکراین جګړه د کریمیا څخه پیل شوې او د کریمیا د ازادولو به پایته ورسیږي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د روسیې او اوکراین جګړه له کریمیا پیل شوې او باید د کریمیا په ازادولو سره پای ته ورسیږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د روسیې او اوکراین جګړه له کریمیا پیل شوې او باید د کریمیا په ازادولو سره پای ته ورسیږي.
پرون په کریمیا کې د روسیې د نووفیدوریوکا په پوځي هوايي اډه کې له چاودنو وروسته، د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي له خوا یوه نوې اعلامیه خپره شوه.
زیلینسکي وویل چې د هغه په هیواد کې جګړه د کریمیا سره پیل شوې،
"کريميا د اوکراين خاوره ده. موږ به هيڅکله د کريميا نه لاس وانخلو. د روسيې او اوکراين جګړه له کريميا څخه پيل شوې او بايد د کريميا په آزادولو سره پای ته ورسيږي."
په داسې حال کې چې د دونباس په سیمه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی، د روسیې له خوا په الحاق شوې کریمیا کې د روسیې د نووفیدوریوکا په پوځي هوايي اډه کې پرله پسې ۷ ځله د چاودنو غږونه اورېدل شوي، په دې چاودنه کې د یو تن د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.