ننسي پلوسي : هیڅوک ټایوان ته زمونږ د سفر مخه نیولی نشي
د امریکا د استازو مجلس مشره نانسي پلوسي له تایوان او جنوبي کوریا څخه تر لیدنې وروسته د خپل آسیایي سفر وروستی تمځای جاپان ته ورسیده.
د امریکا د استازو مجلس مشره نانسي پلوسي له تایوان او جنوبي کوریا څخه تر لیدنې وروسته د خپل آسیایي سفر وروستی تمځای جاپان ته ورسیده.
پلوسي د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د جاپان له لومړي وزیر فومیو کیشیدا سره وکتل. پلوسي د جاپان د لومړي وزیر سره د سهار چای پر مهال په لیدنه کې د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې.
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا هیله څرګنده کړه چې ننسي پلوسي به د واشنګټن-ټوکیو اتحاد د پیاوړتیا لپاره هڅو ته دوام ورکړي او د هغه د آزاد او خلاص لید هند - ارام سمندر د مسئلې په اړه به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د جاپان لومړي وزیر له پیلوسي سره له لیدنې وروسته د خپل کار په دفتر کې خبریالانو ته په وینا کې وویل "موږ موافقه وکړه چې په تایوان تنګي کې د سولې او ثبات د تضمین لپاره په ګډه کار وکړو."
کیشیدا هغه پوځي تمرينونو ته په اشارې سره چې چين تايوان ته د پلوسي د سفر په غبرګون کې په سيمه کې پيل کړي چې په پايله کې يې د چین ځیني توغندي د جاپان ځانګړې اقتصادي سیمه کې هم غورځیدلي دي وويل، د چين چلند د سيمې پر سوله او ثبات جدي اغېز لري. هغه وویل چې مونږ پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو چې دا پوځي تمرینونه باید سمدلاسه ودرول شي. کیشیدا او پلوسي د دواړو هېوادونو پر اړیکو د خبرو سربیره د شمالي کوریا د بې وسلې کولو او پر اوکراین د روسیې د برید او ټایوان په شمول په مسئلو خبرې وکړې.
د بله پلوه پلوسي هم د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
پلوسي د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې د هغې سفر د تایوان د وضعیت د بدلولو په اړه نه، بلکې د تایوان په تنګي کې د سولې د ټینګښت په اړه دی .«دوی هڅه کولای شي چې له بېلابېلو ځایونو څخه د سیلانیانو د تګ مخه ونیسي، خو نوموړي هیواد ته زمونږ د سفر د مخنیوي سره تایوان منزوي کولی نشي. دوې زمونږ د سفر مخنیوی کولی نشي. پلوسي د تکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخه کې د تایوان د تنوع او بریالیتوب ستاینه وکړه، او وویل چې د ډیموکراسۍ لپاره د تایوان سختې مبارزې باندې هم اګاه یو. ټایوان د ډیموکراسۍ لپاره ډیره سخته مبارزه کړې او کولو ته دوام ورکوي.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.