ننسي پلوسي د چین د ټولو اخطارونو سره سره ټایوان ته سفر وکړ

ټایوان ته د امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي سفر د چین او امریکا ترمنځه نوې ناندرۍ پیل کړې.

1862910
ننسي پلوسي د چین د ټولو اخطارونو سره سره ټایوان ته سفر وکړ

ټایوان ته د امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي سفر د چین او امریکا ترمنځه نوې ناندرۍ پیل کړې. د چین د مکررو اخطارونو او ګواښونو سره سره پلوسي د استازو د مجلس د یو پلاوي په ملګرتیا ټایوان ته سفر وکړ.

هغه  الوتکه چې د امریکا د متحده ایالتونو د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي او د کانګرس پنځه کسیز پلاوی پکې سپاره وو، پرون ماښام په ساعتونو کې تایوان ته ورسیده.

د مالیزیا له پلازمینې کوالالمپور څخه تر وتلو وروسته، د «بوینګ C-40» پوځي الوتکه چې نانسي پلوسي او د هغې ملګري یې په کې سپاره وو، له ختیځ څخه د تایوان فضایي حریم ته داخله شوه او د پلازمینې  تایپي په سنګشان هوايي ډګر کې ښکته شوه.

پیلوسي په خپل ټویټر پاڼه  کې په خپور کړي پيغام کې  ، ټینګار وکړ چې د تایوان مشرتابه سره د هغې خبرې به "د ګډو ګټو ملاتړ وکړي". هغې زیاته کړې ده ،

"د تایوان له مشرتابه سره زموږ خبرې اترې به زموږ د دوستانو زموږ ملاتړ یو ځل بیا تایید کړي او زموږ ګډو ګټو ته به  وده ورکړي. زمونږ موخه  د یوې آزادې او پرانیستې هند - آرام سمندر سیمې ته وده ورکول دي. دا سفر د تایوان د ډیموکراسۍ  د قوي  ملاتړ په برخه کې د امریکا  متحده ایالتونو د قوي  ژمنې ښکارندويي کوي."

له بلې خوا، ګلوبل ټایمز، د چین د کمونست ګوند مطبوعاتي ارګان راپور ورکړ چې د چین Su-35 جنګي الوتکې د تایوان تنګي څخه تیرې شوې کله چې د پلوسي الوتکه تایوان ته نږدې شوه.

پلوسي د کانګرس  د پنځه کسیز پلاوي سره  سنګاپور او مالیزیا  ته د سفر نه وروسته ټایوان ته سفر وکړ.

د امریکا د استازو مجلس د مشرې  په رسمي ویب پاڼه کې د هند - پاسیفیک سیمې  ته د سفر د برنامې په اړه په خپور شوي بیان کې ، تایوان د هغې سفر شامل نه وو. په تمځایونو کې  سینګاپور ، مالیزیا ، سویلي کوریا او جاپان شامل وو.

 ۸۲ کلني پلوسي د اپریل په میاشت کې تایوان ته سفر  پلان  کړی وو خو په کرونا ویروس د اخته کیدو نه وروسته خپل سفر لغوه کړې وو.

چین ددوې د ټولو خبرداریو او اخطارونو سره سره ټایوان ته د پلوسي د سفر نه وروسته په بیجینګ کې د امریکا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

همداشان چین د ټایوان پر خلاف د ځينو ګامونو په اوچتولو هم پیل کړی دی. 



اړوند خبرونه