د صربستان ولسمشر: کوسووا د صربستان یوه برخه ده

د صربستان  ولسمشر الکساندر ووچیچ وویل، کوسووا یو خپلواک هېواد نه دی، بلکې د نړیوالو قوانینو له مخې د صربستان برخه ده.

1862948
د صربستان ولسمشر: کوسووا د صربستان یوه برخه ده

د صربستان  ولسمشر الکساندر ووچیچ وویل، کوسووا یو خپلواک هېواد نه دی، بلکې د نړیوالو قوانینو له مخې د صربستان برخه ده.

ووچیچ دا څرګندونې د صربستان ملي راډیو تلویزیون  سره په ځانګړې مرکه  وکړې. هغه دلته په سیمه کې وروستي پرمختګونه وارزول.

ووچیچ وویل چې د یکشنبې په ماښام د کوسووا سره په پیښو کې په اصل کې د یو ستر فلاکت په درشل کې قرار درلود خو له نیکه مرغه چې پخیر تیر شو.

"تر ټولو ناوړې سناریو مخه ونیول شوه. ځینې په ښکاره ډول غواړي چې په اوکراین باندې د روسیې برید ته د فرصت په توګه وګوري. دوی هڅه کوي چې صربستان روسیې ته وفادار وښيي او ووچیچ د کوچني پوتین په توګه انځور کړي ترڅو د لویدیځ غبرګون سره مخامخ شي.

ووچیچ زیاته کړه  چې هغه به د اګست په ۱۸ د بلجیم پلازمینې بروکسل ته لاړ شي ترڅو د کوسووا  له لومړي وزیر البین کورتي سره وګوري ، مګر دا ممکنه نده چې له هغه سره سوله وشي.

الکساندر ووچیچ وویل چې هغه تل د سولې دفاع کړې.

"په هرصورت، زه به هغه وخت غلی پاتې نه شم چې څوک د صربیانو په وړاندې له پولو تیریږي. کوسووا یو خپلواک هیواد نه دی، نو د همدې امله  په کوسووا باندې د برید په څیر کومه خبره شتون نلري. کوسوو د نړیوالو قوانینو له مخې د صربستان یوه برخه ده."

هغه  په ډاګه کړه چې دوی د بوسنیا سره د جګړې لپاره چمتووالی نلري، او یادونه یې وکړه چې دوی هرچا ته د سولې لاس اوږد کړی دی.

د ویلو ده چې  په کوسووا کې  وروسته له هغه چې اعلان وشو ، هرڅوک چې  په کوسووا کې ژوند کوي  د صربیانو په ګډون هغوې باید  د کوسووا د پيژند پاڼه  اود موټرو لپاره لمبر پلیټ باید واخلي. ددې اعلان نه وروسته  په کوسووا کې صربیانو د جولای په ۳۱ په ماښام د هیواد په شمال کې پولې وتړلې.

د کوسووا حکومت خپله پریکړه ، چې له صربستان  سره د کړکیچ لامل شوې وه، د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې وځنډوله. وروسته له هغه صربیانو  سرحدي دروازو په لور پر سړکونو ټول خنډونه لیرې کړل.

صربستان  کوسووا د خپلې خاورې په توګه ګڼي،  خو کوسووا په ۲۰۰۸ کال کې خپله  خپلواکي اعلان کړه.

د بلګراد-پرستینا ډیالوګ پروسه چې په ۲۰۱۱ کې د اروپایي اتحادیې په منځګړیتوب پیل شوې، موخه یې د اړیکو عادي کول او په نهایت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ یو بل پیژندل دي.

د کوسووا او صربستان  تر منځ د خبرو اترو بهیر په پرله پسې ډول د بېلابېلو دلایلو له کبله لغوه کېږي.



اړوند خبرونه