د چین پوځ ټایوان ته د امریکا د استازو د مجلس د مشرې د سفر په غبرګون کې پوځي تمرینات پيل کړل
د چین د خلکو د آزادۍ پوځ د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي تایوان ته د سفر نه وروسته په پراخه کچه نظامي تمرینات پیل کړل.
د چین د خلکو د آزادۍ پوځ د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي تایوان ته د سفر نه وروسته په پراخه کچه نظامي تمرینات پیل کړل.
چین پدې نظامي تمریناتو کې اوږد واټنه حقیقي مهماتو او دودیزو توغندیو سربیره په بشپړ ډول په مهماتو سمبال J-20 ډوله جنګی الوتکو څخه کار اخلي.
د شينهوا خبري اژانس اعلان وکړ چې چین د خلکو د آزادۍ پوځ به د اګست له څلورمې تر اوومې نېټې پورې د تايوان په شاوخوا شپږو بېلابېلو سيمو کې يو لړ پوځي تمرينونه وکړي اجراء کړي.
د چین د دفاع وزارت وياند تان کيفي اعلان وکړ چې د ټاپو په شمال، جنوب لويديځ او جنوب ختيځ کې د سمندري او هوايي عناصرو په ګډون ګډ تمرينونه، په ختيځ کې د دوديزو توغنديو ازموينه او د تايوان په تنګي کې د اوږد واټن ويشتونکو توپچي تمرينونه به ترسره شي.
وياند تيان پر دې ټينګار وکړ چې د دغو تمرينونو موخه د چين د خلکو د ازادۍ د پوځ لخوا تايوان ته د پلوسي له سفر سره مخالفت ښودل او له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه په کلکه دفاع کول دي.
د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي او د کانګرس پنځه کسیز پلاوی الوتکه د چین له ګواښونو سره سره پرون ماښام تایوان ته ورسیده.