په هند کې یوې پوځي الوتکې سقوط وکړ.
د هند د هوايي ځواکونو اړوند الوتکې سقوط وکړ
1861113
په هند کې یوې پوځي الوتکې سقوط وکړ.
د هند د هوايي ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددې هیواد د هوايي ځواکونو اړوند یوې "میګ-۲۱" الوتکې پرون د راجستان په ایالت کې د پوځي زده کړو پر مهال سقوط وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې دوه پیلوټان چې سخت ژوبل شوي وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.